د چین د ټکنالوژۍ شرکت شیومي په نړۍ کې د زیرکو ټیلیفونونو په تولید کې دویم مقام خپل کړ.
د چین د ټکنالوژۍ شرکت شیومي په نړۍواله کچه د امریکا د اپل شرکت نه خپه واړوله
د کانالیس په نامه د څیړونکي شرکت لخوا د ترسره شوو څیړونو په نتیجه کې ویل شوي دي چې د چین د ټکنالوژۍ شرکت شیومي په نړۍواله بازارونو کې د اپل شرکت نه خپه اړولې ده او د اپل شرکت يي شاته پریښی دی.
د شیومي شرکت د ۲۰۲۱ میلادي کال په دویمه ربع کې خپل فروشات ۸۳ سلنه لوړ کړي او په نړۍوالو بازارونو کې خپله حصه ۱۷ سلنې ته لوړه کړې ده.
د ویلو ده چې د سویلي کوریا د ټکنالوژۍ مشهور شرکت سامسنګ د نړۍ په بازارونو کې د ۱۹ سلنې حصې په درلودو سره په لومړي کتار کې ، شیومي د ۱۷ سلنه حصې سره په دویم کتار کې او اپل بیا د ۱۴ عشاریه ۳ سلنې حصې سره په دریم کتار کې ځای نیولی دی.
د نوموړو څیړونو له مخې پدې موده کې د شیومي د شرکت فروشات په لاتین امریکا کې ۳۰۰ سلنه، په افریقا کې ۱۵۰ سلنه او په لویدیځې اروپا کې بیا ۵۰ سلنه لوړ شوي دي.
اړوند خبرونه
د تورکیې اقتصاد تېر کال ۴.۵ سلنه وده کړې وه.
د تورکیې احصایې ادارې د ۲۰۲۳ کال لپاره د ناخالص کورني محصول پایلې اعلان کړې .