ترکیې خپله لومړنۍ کوچنۍ سپوږمه کۍ فضا ته وتوغوله.

د ترکیې د زونګولدار ولایت د بولنټ ایجیویت پوهنتون د محصلینو لخوا جوړه شوې کوچنۍ سپوږمه کۍ په ډیر بریالیتوب سره فضا ته وتوغول شوه

1762473
ترکیې خپله لومړنۍ کوچنۍ سپوږمه کۍ فضا ته وتوغوله.

 

د ترکیې د زونګولداک ولایت د بولینت ایجیوت د پوهنتون د انجینیرۍ فاکولتې د محصلینو لخوا جوړه شوې لومړنۍ کوچنۍ سپوږمه کۍ د امریکا متحده ایالتونو د فلوریدا ایالت د کیپ کاناورال د فضايي هډې نه فضا ته وتوغول شوه.

د ویلو ده چې سپوږمه کۍ په ډیره بریالیتوب سره توغول شوې او په مدار کې د ځای په ځای کیدو نه وروسته ترینه لومړني‌ سیګنالونه هم ترلاسه شوي‌ دي.

دا سپوږمه د ترکیې په ځايي‌ وخت پرون د ماښام په ۶ بجو او ۲۵ دقیقو د سپیس ایکس د فضايي کمپنۍ د فالکون ۹ فضايي توغندي‌ په واسطه فضا ته وتوغول شو. سپوږمه کۍ د یو ساعت مزل نه وروسته په مدار کې د ځای په ځای کیدو نه وروسته ترینه لومړني‌ سیګنالونه ترلاسه شول.

د نوموړې سپوږمه کۍ جوړونکې ډلې د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي‌ پیغام کې ویلي‌ دي‌ چې " زمونږ د سپوږمه کۍ Grizu-263A   نه لومړني‌ سیګنالونه ترلاسه شوي‌ دي.

د یادې شوې ډلې کپټان د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي‌ پيغام کې ویلي‌ دي‌ چې په ډیره افتخار سره مو دا سپوږمه کۍ طرحه ، ډیزاین او جوړه کړه. په ډیر ویاړ سره مو امتحان کړه او په ډیر ویاړ سره مو فضا ته وتوغوله.

په ډیر افتخار سره زمونږ سپوږمه کۍ خپل ماموریت پيل کړ.

نوموړې سپوږمه کۍ ته په زونګولداک ولایت کې د ۱۹۹۲ میلادي‌ کال د مارچ په دریمه نیټه  د رامنځته شوې  د ګریزو چاودنې نوم ورکړی دی. دا سپوږمه کۍ پدې پيښه کې د وژل شوو معدن کارکوونکو په نامه فضا ته توغول شوې .

دا سپوږمه کۍ به د مځکې په مدار کې ۴ کاله او ۸ میاشتې دنده ترسره کړي.



اړوند خبرونه