د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اوزبیکستان د ولسمشر سره ټیلیفوني خبرې وکړې
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اوزبیکستان له ولسمشر شوکت میرضیایف سره د اوزبیکستان د قره قالپاقستان خودمختاره جمهوریت د وضعیت په اړه خبرې وکړې.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اوزبیکستان له ولسمشر شوکت میرضیایف سره د اوزبیکستان د قره قالپاقستان خودمختاره جمهوریت د وضعیت په اړه خبرې وکړې.
د روسیې د ولسمشرۍ ماڼۍ کرملین په وینا، پوتین له میرضیایف سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه خبرو کې چې د قره قالپاقستان په حالاتو خبرې وشوې د په سيمه کې د امنيت دټينګښت لپاره د اوزبیکستان د دولت له اقداماتو څخه ملاتړ اعلان کړ.
په دې ټيلیفوني خبرو کې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په دوه اړخیزو اړیکو خبرې وشوې، پوتین او میرضیایف په راتلونکي کې د روسیې او اوزبیکستان ترمنځ د همکاریو د لا پیاوړتیا غوښتنه وکړه.
د ویلو ده چې د جولای په لومړۍ نېټه په قره قالپاقستان کې وروسته له هغې احتجاجي مظاهرې پيل شوې چې د اوزبیکستان په اساسي قانون کې د قره قالپاقستان خودمختاره جمهوریت د حیثیت په اړه د مادو د تعدیل په اړه ځینې وړاندیزونه وشول.
د اوزبیکستان د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې دا مظاهرې د خلکو د یوې ډلې لخوا تنظیم شوې وې چې د هیواد په اساسي قانون کې د تعدیلاتو "غلط تفسیر" کوي.
د مظاهرو او تاوتریخوالي د پیلیدو وروسته د اوزبیکستان ولسمشر میرضیایف، د قره قالپاقستان پلازمینې نوکوس ته لاړ، هلته یې له خلکو سره وکتل او اعلان یې وکړ چې د قره قالپاقستان دریځ به بدل نکړي.
د پرله پسې مظاهرو له امله د میرضایوف لخوا لاسلیک شوي فرمان سره، د اګست تر ۲ نیټې پورې د قره قالپاقستان په خودمختاره جمهوریت کې بیړنی حالت اعلان شو.
د اوزبیکستان د لوی څارنوالۍ دفتر اعلان وکړ چې په مظاهرو کې ۱۸ تنه وژل شوي، ۲۴۳ تنه ټپیان شوي او ۵۱۶ تنه نیول شوي دي.
اړوند خبرونه
په روسیه کې یوې د بمبار الوتکې سقوط وکړ.
د روسیي د دفاع وزارت ویلي دي چې ددې هیواد یوې د بمبارۍ الوتکې سقوط کړی دی