روسیې دفاع وزیر : په تیرو لسو ورځو کې مو په اوکراین کې ۱۷۰ بهرني اجیر سرتیري وژلي دي

د روسیې دفاع وزیر سرګي شویګو ویلي، چې د اوکراین په ختیځ کې په تېرو لسو ورځو کې ۱۷۰ اجیر جنګیالي له منځه تللي دي.

1852201
روسیې دفاع وزیر : په تیرو لسو ورځو کې مو په اوکراین کې ۱۷۰ بهرني اجیر سرتیري وژلي دي

د روسیې دفاع وزیر سرګي شویګو ویلي، چې د اوکراین په ختیځ کې په تېرو لسو ورځو کې ۱۷۰ اجیر جنګیالي له منځه تللي دي.

سرګي شویګو دا څرګندونې د فبرورۍ له ۲۴مې راهیسې د روسیې او اوکراین ترمنځ د روانې جګړې په اړه په پلازمېنه مسکو کې له پوځي چارواکو سره په کتنه کې وکړې.

شویګو وویل چې په اوکراین کې د روسي ځواکونو د پرمختګ په نتیجه کې د بهرنیو اجیر جنګیالیو او د خصوصي پوځي کمپنیو د کارکوونکو شمیر کم شوی دی.

"په تیرو لسو ورځو کې، ۱۷۰ اجیر جنګیالي له منځه تللي، او ۹۹ یې په پوځي عملیاتو کې د ګډون نه ډډه کړې  او د اوکراین له خاورې وتلي دي."

سرګي شویګو وویل چې دوی د تور سمندرګي او ازوف سمندر په اوبو کې د کښتیو د خوندیتوب ډاډ ترلاسه کولو لپاره تدابیر نیولي دي.

"موږ د ملکي بېړیو د تګ راتګ لپاره دوه بشري دهلیزونه جوړ کړي دي. د ماریوپول د بندر په اوبو کې د ماینونو خطر په بشپړه توګه له منځه تللی دی."

شویګو دې ته په اشارې سره وویل چې دوی د اوکراین لوهانسک سیمه په بشپړه توګه نیولې ده، چې دوی د دې سیمې له خلکو سره مرسته کړې ده.

د روسیې د دفاع  وزیر د اوکراین په اړه د لویدیځو هېوادونو اقداماتو ته په اشارې سره وویل "لویدیځ په اوکراین کې د شخړې د اوږدولو په هیله د کیف ادارې ته د وسلو لوی لیږد ته دوام ورکوي. له ۲۸۰۰۰ ټنو څخه ډیر پوځي کارګو اوکراین ته سپارل شوي دي.".

د روسیې د دفاع وزارت ویاند ایګور کوناشینکوف بیا وویل چې ،

"تر ننه پورې په روانو عملیاتو کې د اوکراین ۲۳۱ الوتکې، ۱۳۴ چورلکې، ۱۴۵۱ بې پیلوټه الوتکې، ۳۵۳ د هوايي دفاع د توغندیو سیستم، ۳ زره ۹۱۰ ټانکونه او زغره وال ګاډي، ۷۱۶ ملټي بیرل راکټ لانچر، ۳ زره ۹۲ هاویټزر او هاوانونه او ۴ زره ۱ ځانګړي پوځي وسایط شامل دي له منځه وړي دي.


پيوندونه: #جګړه , #اوکراین , #روسیه

اړوند خبرونه