روسیې د بلغاریا لخوا ددې هیواد د ۷۰ تنو ډیپلوماټانو د شړولو د پریکړې په اړه سخت غبرګون وښود

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف  د بلغاریا لخوا د ۷۰ تنو روسي ډیپلوماټانو د شړولو د پریکړې په اړه ډیر سخت غبرګون وښود.

1851987

هغه وویل  چې دوی به د بلغاریا  لخوا د ۷۰ روسي ډیپلوماټانو د ایستلو پریکړې ته به خامخا ځواب ورکړي.

لاوروف دا څرګندونې  په پلازمېنه مسکو کې د وینزویلا د بهرنیو چارو وزیر کارلوس فاریا  سره د  لیدنې وروسته په ګډه خبري غونډه کې وکړې.

لاوروف دلته د بلغاریا لخوا په پلازمیه صوفیا کې د روسیې د سفارت د ۷۰ تنو ډیپلوماټانو د نامطلوب اشخاصو په توګه د اعلانولو او د هیواد نه د ایستو د پریکړې په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل " د بلغاریا دا پریکړه یوه غیرې قانوني پریکړه ده "

سرګي لاوروف زیاته کړه چې "زموږ د بهرنیو چارو وزارت د ارزونو له مخې، سفارت په نورمال ډول فعالیت نه شي کولی. البته، موږ به خپلو بلغاریایي همکارانو د هغوې ددې پریکړې او تصمیم ځواب ووایو. د هغوې دا پریکړه به بې ځوابه پاتې نشي. "

اړوند خبرونه