د شیکاګو پولیسو د خپلواکۍ د لمانځنې پر مراسمو برید کوونکی ونیو
د امریکا متحده ایالتونو د شیکاګو په ښار کې د جولای څلورمه د خپلواکۍ د ورځې د لمانځنې پر مراسمو برید کوونکی چې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اړولې وه ونیول شو.
د امریکا متحده ایالتونو د شیکاګو په ښار کې د جولای څلورمه د خپلواکۍ د ورځې د لمانځنې پر مراسمو برید کوونکی چې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اړولې وه ونیول شو.
د ویلو ده چې پرون دوشنبه د جولای څلورمه د امریکا د شیکاګو په ښار کې د جولای څلورمه ددې هیواد د خپلواکۍ د ورځې د لمانځنو پر مهال په رسم ګذشت برید وشو.
پدې برید کې لږ تر لږه ۶ تنو ژوند د لاسه ورکړ او تر ۳۰ تنو ډیر ټپیان شوي دي.
د شیکاګو پولیسو لومړی اعلان وکړ چې برید د ۲۰ او ۲۲ کلونو ترمنځه د اوږدو ویښتو خاوند یو تن لخوا شوی دی او د خلکو نه يي د برید کوونکي په نیولو کې د مرستې غوښتنه وکړه.
همداشان پولیسو د څو ساعته عملیاتو نه وروسته بالاخره برید کوونکی ونیو.
شیکاګو پولیسو ویلي دي چې نیول شوی برید کوونکی روبیرټ کریمو نومیږي او ۲۲ کاله عمر لري.
د ویلو ده چې برید د سهار په لسو بجو او شلو دقیقو ترسره شوی وو. پولیسو برید کوونکی د مازیګر په ساعتونو کې د پيښې د ځای نه اته کیلومتره شمالي لوري ته په موټر کې د تیښتې پر مهال ونیو.
د برید لامل او انګیزه تر اوسه پورې نده اعلان شوې. د پیښې په اړه تحقیقات دوام لري.