په امریکا کې د خپلواکۍ د ورځې د لمانځنې د رسم ګذشت په مراسمو خونړی برید شوی
د امریکا متحده ایالتونو د شیکاګو په ایالت کې د خپلواکۍ د ورځې د لمانځنې په رسم ګذشت وسله وال برید وشو چې په نتیجه کې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د امریکا متحده ایالتونو د شیکاګو په ایالت کې د خپلواکۍ د ورځې د لمانځنې په رسم ګذشت وسله وال برید وشو چې په نتیجه کې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
نن دوشنبه د جولای څلورمه نیټه د سهار په لسو بجو د امریکا د خپلواکۍ د ورځې د لمانځنې پروګرام د پيلیدو نه یواځې لس دقیقې وروسته د شیکاګو، ایلینوس په ښار کې د رسم ګذشت په مراسمو وسله وال برید وشو چې له امله يي لږ تر لږه ۶ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۳۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
پولیسو د برید کوونکي د نیولو نه خبر ورکړ.
پيښه د شیکاګو شمال لورې ته په ۴۰ کیلومترۍ کې په های لنډ پارک کې رامنځته شوه. د ډزو نه وروسته په سلګونه خلک د پيښې د ځای نه وتښتیدل. پولیس او د فدرال څیړنې دفتر مسئولین د پيښې ځای ته ورسیدل.
د ډزو نه وروسته د رسم ګذشت مراسم لغوه شوه.
د پيښې ټپیان روغتون ته انتقال او د درملنې لاندې نیول شوي دي.
د ټپیانو د روغتیايي وضعیت په اړه څه ندي ویل شوي.