د سویډن لومړۍ وزیره :له تورکیې سره د ترهګرو د سپارلو په اړه شوې هوکړې پابند یو

د سویډن لومړۍ وزیرې ماګدالنا انډرسون وویل، دوی به له تورکیې سره د ترهګرو د سپارلو په اړه شوې هوکړې پابند وي.

1851383
د سویډن لومړۍ وزیره :له تورکیې سره د ترهګرو د سپارلو په اړه شوې هوکړې پابند یو

د سویډن لومړۍ وزیرې ماګدالنا انډرسون وویل، دوی به له تورکیې سره د ترهګرو د سپارلو په اړه شوې هوکړې پابند وي.

ماګدالنا انډرسون ، د المیډالین د پالیسۍ فورم کې  د تورکیې سره د لاسلیک کړي تړون د جزیاتو په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل چې ، نه غواړي ددې تړون د جزیاتو په اړه معلومات ورکړي.

"موږ د تورکیې سره کړې هوکړې او د استرداد په اړه موافقې ته  پوره ژمن یو."

اندرسون وويل، هغه کسان چې په تروريستي فعاليتونو کې لاس نه لري، د اندېښنې وړ نه دي، "هغه کسان چې د سويډن اتباع دي، د ملي او نړيوالو قوانينو له مخې نه شړل کېږي. که تاسو په تروريستي فعاليتونو کې ګډون نه وي کړى، نو د اندېښنې اړتيا نشته."

له بلې خوا اندرسون هغو پوښتنو ته ځواب نکړې چې تېره اوونۍ په اسپانیا کې د ناټو د مشرانو له غونډې مخکې له تورکیې سره د لاسلیک کړي درې اړخیز تفاهم لیک په اړه وې. د ویلو ده چې اندرسون  په ناټو کې د سویډن او فنلنډ د غړیتوب د پروسې په اړه د تورکیې سره د لاسلیک کړي تړون نه وروسته  د خلکو لخوا پرې  سختې نیوکې شوې وې چې ګینې تورکیې  ته يي ستر امتیازات ورکړي دي.


پيوندونه: #سویډن , #تورکیه

اړوند خبرونه