د ډنمارک برید کوونکی د روحي ناروغۍ د درلودو له امله په ۲۴ ورځو بند محکوم شو

د ډنمارک په پلازمینه کوپنهاګن کې پر سوداګریز مرکز  برید کوونکی، د رواني ناروغۍ د درلودو له امله د محکمې لخوا  په ۲۴ ورځو بند محکوم شو.

1851787

د ویلو ده چې یو تن ۲۲ کلن وسله وال برید کوونکي  پرون ماښام د ډنمارک د پلازمینې کوپنهاګن په اماجیر ولسوالۍ کې د فیلډز په نامه په یو سوداګریز مرکز وسله وال برید وکړ چې په نتیجه کې درې تنه مړه او ۴ تنه نور ټپیان شول.

پولیسو ویلي دي چې په برید کې د وژل شوو ۳  تنو نه يي  یو روسي وګړی  دی او ۴ تنه چې دوه يي د سویډن اتباع دي سخت ټپیان شوي دي .

برید کوونکی د برید نه وروسته د پولیسو لخوا ونیول شو.

چارواکو ویلي، بریدګر چې له پوښتنو ګروېږنو وروسته معلومه شوه چې رواني ناروغ دی د محکمې لخوا په ۲۴ ورځو لنډ بند محکوم شو.

د پولیسو مشر  سورین تومسن وویل چې دا برید د شته شواهدو پر بنسټ د تروریستي عمل په توګه نه شي ګڼل کېدای او داسې نښې نشته چې شکمن کس دې له نورو سره کار کړی وي.

اړوند خبرونه