د یونان د مخالف ګوند مشر د ناټو په سرمشریزه کې د ترکیې د ستر بري له امله پر حکومت نیوکه وکړه
د یونان د مخالف ګوند مشر د حکومت پر ناکامې بهرنۍ پالیسۍ ډیره سخته نیوکه وکړه
د یونان د اپوزیسیون ګوند او د کیڼ اړخي افراطي ټلوالې سیریزا مشر الکسیس چیپراس د اسپانیا په پلازمینه مادرید کې د ناټو په سرمشریزه کې د حکومت له خوا تعقیب شوې بهرنۍ پالیسي ناکامه وبلله او ویې ویل چې تورکیې بشپړ ملاتړ ترلاسه کړ.
الکسیس چیپراس د OPEN تلویزیون سره په مرکه کې، په مادرید کې د ناټو سرمشریزه په چوکاټ کې د یونان د بهرنۍ پالیسۍ په اړه ارزونې وکړې.
چیپراس پر ترکیې د F-16 الوتکو د پلورلو په اړه د امریکا د متحده ایالتونو د ولسمشر جوبایډن مثبت چلند هم د میچوتاکیس د حکومت ناکامي وبلله. هغه وویل ،
"هغه څه چې موږ په سرمشریزه کې ولیدل باید موږ اندیښمن شو. مسئله یوازې د F-16 الوتکو د پلور مسئله نه ده، مسئله د ناټو لخوا په ټولیزه توګه د تورکیې نه د قوي ملاتړ اعلانول دي."
چیپراس وویل چې په سرمشریزه کې او د تورکیې لخوا د ګرځندوی په کمپاین کې کارول شوې د "تورک ایژین" تعریف د اروپا لخوا د ثبتولو په اړه داسې وویل،
"موږ له یوې سختې ترخې ډیپلوماټیکې ماتې سره مخ شو. که زه لومړی وزیر وای او دا کار شوی وای او که د تورکیې له خوا د «ترک ایژین » تعریف د اعلاناتو د برانډ په توګه ثبت شوی وای، زه به له مادرید څخه په پښو هیواد راستون شوی وای."
اړوند خبرونه
د مالیزیا سمندري ځواکونو اړوند د دوو چورلکو د جنیګدو له امله لږ تر لږه لس تنو ژوند د لاسه ورکړ.
په مالیزیا کې د رسم ګذشت پریډ لپاره د تمرین پر مهال دوه چورلکو په هوا کې سره ټکر کړی دی