د اوکراین ولسمشر د اروپايي ټولنې له خوا د بندیزونو د اوومې طرحې نه د لا زیات ملاتړ غوښتنه وکړه.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د روسیې پر وړاندې د اروپايي ټولنې له خوا د بندیزونو د اوومې طرحې نه د لا زیات ملاتړ غوښتنه وکړه.

1850545
د اوکراین ولسمشر د اروپايي ټولنې له خوا د بندیزونو د اوومې طرحې نه د لا زیات ملاتړ غوښتنه وکړه.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د روسیې پر وړاندې د اروپايي ټولنې له خوا د بندیزونو د اوومې طرحې نه د لا زیات ملاتړ غوښتنه وکړه.

ولادیمیر زیلینسکي د اتریش په پلازمینه ویانا کې د "4 Gamechager" فیستیوال کې د ویډیو کنفرانس له لارې ګډون وکړ او وینا يي وکړه.

زیلینسکي په خپلو خبرو کې وویل چې د روسیې له خوا د تورې بحیرې د تړلو له امله د اوکراین څخه غله  بهر ته صادرولی نشي د همدې امله مسکو افریقا او اسیا یرغمل نیولي دي.

زیلینسکي استدلال وکړ چې که اروپا د قحطۍ د ګواښ پر وړاندې اقدام ونه کړي، نو دا به د کډوالۍ  د جدي حرکت لامل شي او په دې برخه کې روسیې اروپا  هم  یرغمل کړې ده.

د اوکراین مشر هغو وسلو ته په اشارې سره چې له لویدیځو هېوادونو څخه یې په هر فرصت کې غوښتنه کوي وویل ، "د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین نه غواړي چې خبرې اترې وکړي، هغه یوازې د وسلو په ژبه پوهیږي. موږ دا وسلې په هغو سیمو کې کاروو چې روسیه یې غواړي دا سیمې له مونږ څخه ونیسي ."

"ما پوتین ته وړاندیز وکړ چې ټول مسایل د متمدنو خلکو په څېر د خبرو اترو په میز حل کړو. هغه د دې پر ځای چې له موږ سره خبرې وکړي، پر مونږ د راکټونو باران ته ترجیح ورکوي.

ولادیمیر زیلینسکي د دې خبرې په ټینګار سره وویل  چې روسیه باید د خپلو دې کړو  حساب ورکړي، هغه له اتریش څخه وغوښتل چې د اروپايي ټولنې  لخوا چمتو شوي د روسیې پر خلاف بندیزونو اومې کڅوړې  نه  قوي ملاتړ وکړي.

زیلینسکي زیاته کړه چې جګړه په اروپايي ټولنه کې د یووالي د پیاوړتیا لامل شوې او له جګړې وروسته به یې هېواد د اروپايي کورنۍ غړی شي.

د اتریش ولسمشر الکساندر وان دیر بیلن او لومړي وزیر کارل نیهامر، چې په دې فیستیوال کې یې ګډون کړی و، هم څرګنده کړه چې دوی به د اوکراین ملاتړ ته دوام ورکړي.



اړوند خبرونه