د اوکراین ټولو مشرانو په اروپايي ټولنه کې د خپل هیواد د غړیتوب په اړه ګډه اعلامیه لاسلیک کړه
د اوکراین ولسمشر : "نن موږ ګډه اعلامیه لاسلیک کړه چې په اروپايي ټولنه کې د اوکراین د بشپړ غړیتوب ستراتیژیک هدف ته د رسیدو لپاره زموږ د هوډ نښه ده."
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي، لومړي وزیر ډینس شمیګال او د پارلمان رئیس روسلان سټیفانچوک په اروپايي ټولنه کې د خپل هېواد د غړیتوب د خبرو د پیل په اړه ګډه اعلامیه لاسلیک کړه.
په دې غونډه کې چې په پارلمان کې جوړه شوې وه، زیلینسکي وویل:
"نن موږ ګډه اعلامیه لاسلیک کړه، د حکومت د ټولو څانګو د یووالي نښه او په اروپايي ټولنه کې د اوکراین د بشپړ غړیتوب ستراتیژیک هدف ته د رسیدو لپاره زموږ د هوډ نښه ده."
زیلسنکي یادونه وکړه چې د دې اعلامیې لاسلیک د جګړې په پنځمه ورځ د اروپايي ټولنې د غړیتوب غوښتنلیک د لاسلیکولو په څیر مهم دی.
"موږ د نوماندۍ په ۱۱۵ ورځ کې قرار لرو، د غړیتوب لپاره زموږ لاره باید کلونه او یا لسیزې وخت ونه نیسي. موږ باید خپلو اروپايي دوستانو ته زمونږ په اړه لا په چټکه توګه د تاریخي یوې پریکړې د کولو په خاطر د فرصت برابرولو لپاره خپل ټول مسئولیتونه په ډیره ښه توګه پر ځای کړو."
هغه زیاته کړه چې د اروپايي ټولنې د غړیتوب مذاکراتو پیل لپاره هیواد باید د هر پلوه چمتو شي.
هغه وويل "په دې تالار کې د اروپايي ټولنې بيرغ زموږ د ټولو، د دولت د ټولو واحدونو د وظيفې سمبول دی."