د سویډن لومړۍ وزیره : د تورکیې سره لاسلیک کړي تړون ته سل په سلو کې ژمن یو

د سویډن لومړۍ وزیرې ماګدالنا اندرسون وویل چې دوی له تورکیې سره لاسلیک کړي تړون ته سل په سلو کې  ژمن  دي.

1850659
د سویډن لومړۍ وزیره : د تورکیې سره لاسلیک کړي تړون ته سل په سلو کې ژمن یو

د سویډن لومړۍ وزیرې ماګدالنا اندرسون وویل چې دوی له تورکیې سره لاسلیک کړي تړون ته سل په سلو کې  ژمن  دي.

انډرسون  دا څرګندونې SVD ورځپاڼې  سره په مرکه کې وکړې. هغې زیاته کړه

"موږ د ناټو په سازمان کې د غړیتوب په خاطر د ناټو سازمان  د مشرانو د غونډې په چوکاټ کې له تورکیې سره د سویډن او فنلنډ د غړیتوب د منلو په خاطر تړون  لاسلیک کړ چې سل په سلو کې ترینه ملاتړ کوو او عملي کولو ته يي ژمن یو."

اندرسون وویل چې تورکیې ددینه مخکې هم  د ترهګرو د استرداد غوښتنه کړې وه.

"البته هغه څه چې په تړون کې دي هغه به ترسره شي. تورکیې مخکې هم د استرداد غوښتنې کړې  وې او موږ ورسره معامله کړې وه. ځینې وختونه موږ ترهګر ډیپورټ کړي او ځیني وختونه دا کار ندی شوی. خو مونږ د تورکیې سره لاسلیک کړي تړون ته سل په سلو کې ژمن یو.


پيوندونه: #تورکیه , #سویډن

اړوند خبرونه