د امریکا متحده ایالتونو په نیوجرسي ښار کې وسله وال برید شوی دی.
د نیوجرسي په ښار کې په وسله وال بری کې ګنشمیر کسان ټپیان شوي دي
1850632
د امریکا متحده ایالتونو په نیوجرسي ښار کې وسله وال برید شوی دی.
په امریکا کې د وسله والو بریدونو مخه په هیڅډول نه نیول کیږي.
داځل د امریکا د نیوجرسي په ښار کې د وسله وال برید نه خبر ورکړ شوی دی.
د نیوجرسي پولیسو ویلي دي چې د نیوارک په سیمه کې د یو مارکیټ بهر وسله وال برید شوی چې له امله د یو تن ماشوم په ګډون ۹ تنه ټپیان شوي دي.
پولیسو ویلي دي چې برید کوونکی د برید نه وروسته د پيښې د ځای نه په تیښته بریالی شوی دی.
د پیښې ټپیان روغتونونو ته انتقال او د درمنلې لاندې قرار لري.
د برید انګیزه او لامل معلوم ندی. د پيښې په اړه تحقیقات پيل شوي دي.
د ټپیانو د روغتیايي وضعیت په اړه هم څه ندي ویل شوي.