پوتین یو ځل بیا په افغانستان کې د یو داسې حکومت چې د ټولو قومونو استازیتوب وکړي غوښته وکړه
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي چې د افغانستان په حکومت کې باید د ټولو توکمونو استازیتوب وشي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي چې د افغانستان په حکومت کې باید د ټولو توکمونو استازیتوب وشي.
پوتین د فبرورۍ په ۲۴ مه د روسیې او اوکراین تر منځ د جګړې له پیلېدو وروسته تاجکستان ته خپل لومړی بهرنی سفر وکړ، پوتین په پلازمېنه دوشنبه کې له ولسمشر امام علی رحمان سره وکتل.
پوتین د غونډې مطبوعاتو ته په پرانیستې برخه کې د وینا پر مهال وویل چې د روسیې او تاجکستان اړیکو وده کړې او د روان کال په لومړیو ۳-۴ میاشتو کې د دوه اړخیزې سوداګرۍ د ودې ریکارډ جوړ کړی دی.
پوتین دې ته په اشارې سره چې دوی د امنیت اړوند مسلو ته اهمیت ورکوي، د افغانستان مسئلې ته اشاره وکړه.
"موږ په دې هېواد کې د وضعیت د ښه کولو لپاره پوره هڅه کوو. موږ هڅه کوو چې له هغو ځواکونو سره اړیکې ټینګې کړو چې وضعیت تر کنټرول لاندې راولي. موږ د افغانستان په حکومت کې د ټولو قومونو د استازیتوب غوښتنه کوو او د همدې نه پیل کوو. په دې لار کې به کار کولو ته دوام ورکړو."
پوتین وویل چې دوی د افغانستان له ټولو سیاسي قوتونو سره په تماس کې دي او د دغه هېواد پلاوي د سینټ پیټرزبورګ نړیوال اقتصادي فورم په ۲۵مه غونډه کې ګډون کړی و.
د تاجکستان ولسمشر هم ویلي چې روسیه د دوې د هیواد تر ټولو مهم سوداګریز او اقتصادي شریک پاتې شوی دی.
"د کال په لومړیو پنځو میاشتو کې دوه اړخیزه سوداګري نږدې ۵۰ سلنه زیاته شوې ده. د سیمو ترمنځ همکاري د پراختیا په حال کې ده. د روسیې له ۸۰ څخه زیاتې سیمې له تاجکستان سره سوداګریزې او نورې اړیکې لري."
رحمان د امنیت په برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ژورې همکارۍ د دوام په اړه وویل چې دی چمتو دی چې له پوتین سره د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړي.
اړوند خبرونه
د روسیې د دفاع وزارت مرستیال تیمور ایوانوف د رشوت اخیستو په شک ونیول شو.
د روسیې د تحقیقاتو کمیټې د دفاع د مرستیال وزیر تیمور ایوانوف د توقیف په اړه څرګندونې وکړې.