د سویډن لومړۍ وزیره : له تورکیې سره د مجرمینو د استرداد په اړه نږدې خبرې اترې وکړي.

د سویډن لومړۍ وزیرې ماګدالنا اندرسون وویل چې دوی به له تورکیې سره د مجرمینو د استرداد په اړه نږدې خبرې اترې وکړي.

1849602
د سویډن لومړۍ وزیره : له تورکیې سره د مجرمینو د استرداد په اړه نږدې خبرې اترې وکړي.

د سویډن لومړۍ وزیرې ماګدالنا اندرسون وویل چې دوی به له تورکیې سره د مجرمینو د استرداد په اړه نږدې خبرې اترې وکړي.

اندرسون دا څرګندونې نن سهار د اسپانیا په پلازمېنه مادرید کې د ترکیې، سویډن او فنلنډ له خوا د درې اړخیز تفاهم لیک له لاسلیکېدو وروسته د فنلنډ دولتي تلویزیون YLE سره په مرکه کې وکړې. انډرسون، وویل چې ،

 "موږ به د ترکیې سره د مجرمینو استرداد په اړه نږدې خبرې اترې پیل کړو. مونږ به  دا چې د نړۍوالو قوانینو په چوکاټ کې د ترهګرۍ پر خلاف څنګه مبارزه کوو هغه به تشریح او بیان کړو.

 اندرسون په رغنده توګه په پروسې  په اړه ارزونې وکړې.  هغې دې پوښتنې چې "په دې پروسه کې چا ډیر امتیازات ورکړي؟ ځواب ورکولو نه ډډه وکړه."

د بله پلوه ، د سویډن په پارلمان کې مستقلې وکیلې آمنه کاکاباوا، چې  د YPG/PKK  بیلتون غوښتونکي ترهګریز سازمان ملاتړې ده، د تورکیې، سویډن او فنلنډ ترمنځه د تفاهم لیک د لاسلیکولو نه وروسته وویل چې  ، نن د دوې لپاره توره ورځ ده.

هغې زیاته کړه چې په پارلمان کې د بهرنیو چارو وزیرې په اړه د بې باورۍ د حرکت د پیلولو په خاطر په چارو پيل کړی دی.

کاکاباوې، د TV4 ټلویزیون سره په مرکه کې ، ادعا وکړه چې په پارلمان کې د لینډی پر وړاندې د بې اعتمادۍ د تصویب لپاره د ۳۵ وکیلانو لاسلیکونو ته اړتیا ده، او دا ۳۵ وکیلان چې زمونږ سره همفکره دي په پارلمان کې شتون لري.



اړوند خبرونه