د ناټو سازمان د سرمشریزې اعلامیه خپره شوه
د ناټو هیوادونو مشرانو سویډن او فنلینډ ته په اتحاد کې د شاملیدو د بلنې ورکولو پریکړه وکړه او الحاق د پروتوکول د لاسلیکولو په اړه سره په تفاهم ورسیدل.
د ناټو هیوادونو مشرانو سویډن او فنلینډ ته په اتحاد کې د شاملیدو د بلنې ورکولو پریکړه وکړه او الحاق د پروتوکول د لاسلیکولو په اړه سره په تفاهم ورسیدل.
د اسپانیا په پلازمینه مادرید کې جوړې شوې د ناټو د سرمشریزې اعلامیه خپره شوه.
په اعلامیه کې د ناټو د پرانیستې دروازې پالیسۍ ته د ژمنتیا د تایید سره ویل شوي دي
چې "نن موږ پریکړه وکړه چې فنلینډ او سویډن ته بلنه ورکړو چې د ناټو غړي شي او د الحاق پروتوکول لاسلیکولو په اړه سره په تفاهم ورسیدو. د ناټو د سازمان سره د نوو هیوادونو د یو ځای کیدو پر مهال د متحدینو هیوادونو مشروع امنیتي اندیښنو حلول او رفع کول تر ټولو مهمه ده. موږ د تورکیې ، فنلنډ او سویډن ترمنځ د درې اړخیز تفاهم لیک هرکلی کوو.
د فنلنډ او سویډن ګډون به دا هیوادونه لا خوندي، ناټو سازمان به لا پیاوړې او د یورو اتلانتیک سیمه به لا خوندي کړي. "د ناټو په سازما کې فنلنډ او سویډن د الحاق پروسې په ګډون امنیت د اتحاد لپاره مستقیم اهمیت لري."
په خبرپاڼه کې راغلي، چې مشرانو پر اوکراین د روسیې برید په کلکو ټکو وغانده او د یووالي او پیوستون پیغام یې ورکړ.
په اعلاميه کې ويل شوي چې روسيه په اوکراين کې د بشري وضعيت مسئول دی او هغه کسان چې جنګي جنايتونه يې کړي دي خامخا به ترینه حساب وپوښتل شي.
همداشان روسيې په قصدي ډول د خوراکي توکو او انرژۍ بحران لاپسې ژور کړی او نړيوالو بازارونو ته د اوکراين د غلې د راوړلو لپاره د نړيوالو هڅونه ملاتړ کوو.
په اعلاميه کې له اوکراين سره پر پيوستون، د دغه هېواد پر ځمکنۍ بشپړتيا او خپلواکۍ يو ځل بيا ټينګار شوى او له دغه هېواد سره د مرستو د پياوړتيا په برخه کې د يوې هوکړې د لاسليکېدو خبر ورکړل شوى دى.
مشرانو یادونه وکړه چې اوکراین ته به د غیر وژونکي تجهیزاتو تحویل ګړندی کړي ، د اوکراین سایبر دفاع ته به وده ورکړي او د اوږدمهاله دفاعي سکتور څخه به يي ملاتړ وکړي.
په اعلامیه کې ناټو ته د ګواښونو په اړه ویل شوي دي چې ،
"د روسیې فدراسیون د یورو اتلانتیک په سیمه کې د متحدینو امنیت، ثبات او سولې ته تر ټولو جدي او مستقیم ګواښ دی، ترهګري په هر ډول او شکل سره زموږ د خلکو امنیت، نړیوال ثبات او سوکالۍ ته مستقیم ګواښ دی. " له دغو ګواښونو سره د مبارزې په لاره کې په کلک هوډ او دقت ټینګار وشو.
په خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې د ناټو پدې سرمشریزه کې د ستراتیژیک سند هم منل شوی، ټینګار شوی، چې کشفي او دفاعي ځواکونه دې پیاوړي شي.
په اعلاميه کې د مشرانو د ژمنې له مخې ختيځ لوري ته د اضافي جنګي تيارو ځواکونو د استولو ژمنه شوې او په ډاګه شوې چې د اړتيا په صورت کې به دغه ځواکونه زيات شي.
په اعلامیه کې ویل شوي چې د انرژۍ امنیت به پیاوړی شي، پوځونو ته به د اعتماد وړ انرژۍ عرضه کوونکي چمتو شي او د اقلیم د بدلون اغیزې به د ناټو د مهمو دندو د توضیحاتو په منځ کې وارزول شي.
د ناټو مشرانو په دې باندې په ټینګار سره ویلي دي چې له اروپايي اتحادیې سره به د ستراتیژیکو همکاریو پراختیا ته دوام ورکړي، په سرمشریزه کې د آسیا پاسیفیک سیمې د شریکانو ګډون د ګډو امنیتي ننګونو په وړاندې د همکارۍ اهمیت په ګوته کوي.
په اعلاميه کې دا هم ويل شوي چې د بوسنيا هرزګوينا، ګرجستان او مالدووا ته د نويو سياسي او عملي مرستو د ورکولو پرېکړه شوې او د دفاعي لګښتونو په زياتوالي خوښ دي.
اړوند خبرونه
د روسیې د دفاع وزارت مرستیال تیمور ایوانوف د رشوت اخیستو په شک ونیول شو.
د روسیې د تحقیقاتو کمیټې د دفاع د مرستیال وزیر تیمور ایوانوف د توقیف په اړه څرګندونې وکړې.