د امریکا د تکزاس په ایالت کې په یوې ټیلري لارۍ کې د لسګونو تنو مړي وموندل شول.

په امریکا کې په یوې لارۍ کې د لسګونو تنو مړي وموندل شول

1849023
د امریکا د تکزاس په ایالت کې په یوې ټیلري لارۍ کې د لسګونو تنو مړي وموندل شول.

د امریکا د تکزاس په ایالت کې په یوې ټیلري لارۍ کې د لسګونو تنو مړي وموندل شول.

د ویلو ده چې د امریکا د تکزاس ایالت په سان انتونیو  ښار کې په یوه لارۍ کې د ۴۲ تنو مړي موندل شوي دي.

د امریکا  د رسنیو   د خبر له مخې د سن انتونیو په ښار کې  د سړک په غاړه  درول شوې لارۍ کې د ۴۲ تنو مړي موندل شوي چې ګمان کیږي کډوال دي.

په لارۍ کې سپاره ۱۶ کسان د سیمې روغتونونو ته وړل شوي دي.

اټکل کیږي چې په لارۍ کې سپاره کسانو هڅه کوله چې په غیر قانوني توګه امریکا ته واوړي.

د ویلو ده چې  د سان انتونیو پولیس د لارۍ چلوونکي په لټه کې دي.

 تر اوسه د پیښې په اړه کوم رسمي بیان نه دی ورکړل شوی.

د پیښې په تړاو هم تر اوسه پورې څوک ندي نیول شوي.


پيوندونه: #مړي , #لارۍ , #تکزاس , #امریکا

اړوند خبرونه