اوکراین او مالدیف د اروپايي ټولنې د غړیتوب لپاره نوماندۍ حق ترلاسه کړ

د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو مشرانو پرېکړه کړې، چې اوکراین او مالدیف ته د نوماند هېواد حیثیت ورکړي.

1847781
اوکراین او مالدیف د اروپايي ټولنې د غړیتوب لپاره نوماندۍ حق ترلاسه کړ

د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو مشرانو پرېکړه کړې، چې اوکراین او مالدیف ته د نوماند هېواد حیثیت ورکړي.

دا پرېکړه په داسې حال کې شوې چې د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د اروپايي ټولنې د مشرانو سرمشریزه غونډه روانه وه.

د اروپا د  شورا رئیس چارلس میشل په ټولنیزو رسنیو کې په اوکرایني او رومانیايي ژبو په  خپور کړي پيغام کې دا پریکړه "تاریخي" وبلله.

 میشل په خپور کړي پیغام کې "د نن ورځې پریکړه د اروپايي ټولنې  په لور یو خورا مهم ګام دی." هغه  د اوکراین او مالدیف خلکو ته مبارکي ورکړې ده.

د اروپايي ټولنې د کمیسیون مشرې اورسولا فون دیر لاین د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي او د مالدیف ولسمشر مایا ساندو ته مبارکي وویله.

"ستاسو هیوادونه د اروپايي کورنۍ برخه ده، د مشرانو نننۍ تاریخي پریکړې د دې خبرې تصدیق کوي."

اوکراین د روسیې  لخوا پدې د برید له پیل څخه ۴ ورځې وروسته د فبرورۍ په ۲۸مه اروپايي ټولنې ته د غړیتوب په خاطر غوښتنلیک وړاندې کړ. همداشان  مالدیف او ګرجستان د مارچ په درېیمه نېټه خپل د نوماندۍ غوښتنلیک وړاندې کړ.

د اروپايي ټولنې  کمیسیون د جون په ۱۷ نیټه ، اوکراین او مالدیف ته د نوماندۍ د موقف ورکولو په اړه خپل نظر بیان کړ. کمیسیون د ګرجستان لپاره، وړاندیز وکړ چې وضعیت یې وروسته ارزول شي، په دې شرط چې اروپایي لید وړاندې کړي او معیارونه پوره کړي.

د اوکراین ولسمشر زیلینسکي د کانديد هیواد دریځ د بریالیتوب په توګه و ارزاوه.

زیلینسکي وویل چې د اوکراین راتلونکی په اروپايي ټولنه  کې دی.

"دا د اوکراین او اروپايي ټولنې ترمنځ په اړیکو کې یوه ځانګړې او تاریخي شیبه ده."

د کاندید دریځ د یو هیواد لپاره اروپايي ټولنې  د غړیتوب په اوږدمهاله پروسه کې لومړی ګام دی. وروسته له دې چې یو هیواد ته د کاندید حیثیت ورکړل شي، د الحاق خبرې اترې په لاندې مرحلو کې پیل کیږي، په دې شرط چې شرایط پوره شي. د الحاق خبرې اترې پیل کیدی شي کلونه وخت ونیسي.



اړوند خبرونه