شویګو : روسیه او بیلاروس اړ دي چې خپل دفاعي توان پیاوړی او جنګي چمتوالي لپاره پوره تدابیر ونیسي

د روسیې د دفاع وزیر سرګي شویګو وویل چې شرایطو د روسیې او  بیلاروس متحد دولتونه د دفاعي توان د پیاوړتیا او د ځواکونو د جنګي چمتووالي د زیاتولو لپاره اړین کړي دي.

1847722

سرګي شویګو د روسیې په پلازمینه مسکو کې د بیلاروس د دفاع له وزیر ویکتور هیرین سره ولیدل.

شویګو د خپل بیلاروسي سیال سره د لیدنې  مخکې په خبرو کې ټینګار وکړ چې بیلاروس د روسیې  یو مهم ستراتیژیک شریک، نږدې ملګری او متحد دی.

شویګو دې ته په اشارې سره وویل چې د روسیې او بیلاروس ترمنځ دوه اړخیزې پوځي همکارۍ د لویدیځ د بې ساري فشارونو او د دوی په وړاندې د نااعلان شوې جګړې په شرایطو کې پراختیا موندلې. هغه  څرګنده کړه چې دوی د بیلاروس لخوا د امریکا متحده ایالتونو او  متحدینو په مقابل کې د متحد دفاعي سیمې د جوړولو په برخه کې ښودلي قوي ارادې  ته اهمیت ورکوي.

شویګو په اوکراین کې د وضعیت او په لویدیځو پولو کې د ناټو د هیوادونو د اقداماتو نه  په یادولو سره وویل " موجود وضعیت  روسیه-بیلاروس متحد دولتونه  د دفاعي وړتیا د د پیاوړي کولو ، په سیمه کې خپل دفاعي هوايي سیستمونه جګړې ته د چمتووالي د نیولو په خاطر  د بیړنيو ګډو تدابیرو نیولو اړ کړي دي. روسیه پدې مسئله کې خپل دوست او متحد بیلاروس سره هر ډول مرستې ته چمتو دی.

اړوند خبرونه