په روسیه کې یوې سترې پوځي ټرانسپورتي الوتکې بیړني ناستې نه وروسته اور اخیستی دی

د روسیې په ریازان ښار کې د یوې لویې  پوځي ټرانسپورټي الوتکې د بیړنۍ ناستې  په پایله کې ۴ تنه مړه او ۵ نور ټپیان شوي دي.

1847650
په روسیه کې یوې سترې پوځي ټرانسپورتي الوتکې بیړني ناستې نه وروسته اور اخیستی دی

د روسیې په ریازان ښار کې د یوې لویې  پوځي ټرانسپورټي الوتکې د بیړنۍ ناستې  په پایله کې ۴ تنه مړه او ۵ نور ټپیان شوي دي.

د Ilyushin Il-76 ډوله پوځي ټرانسپورټي الوتکه چې نهه تنه په کې سپاره وو په لوېدیځ رایزان ښار کې بیړنۍ ناسته وکړه.

د پيښې نه سمدلاسه وروسته سیمې ته  د ژغورنې بیړني ټیمونه واستول شول.

د روسیې رسنیو سیمه ییزو چارواکو له قوله، ویلي دي چې الوتکې د بیړنۍ ناستې نه وروسته اور اخیستی دی او په الوتکې کې د سپرو ۹ تنو نه ۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۵ تنه نور ټپیان شوي دي.

ټپیان روغتون ته انتقال او د درملنې لاندې نیول شوي دي.

د ویلو ده چې دا ندي ویل شوي دي چې د پيښې قربانیان پوځیان دي او که ملکي پرسونل.



اړوند خبرونه