ملګري ملتونه : د طالبانو سره مذاکرات او تعامل د سیمې او نړۍ د امنیت لپاره یواځینۍ لار ده

رامیز الاکبروف : د نړیوالې ټولنې او طالبانو ترمنځ "خبرې اترې او تعامل " د افغانانو د ګټې  سربیره د سیمې او نړۍ د امنیت لپاره یواځینۍ لار ده.

1847614
ملګري ملتونه : د طالبانو سره مذاکرات او تعامل د سیمې او نړۍ د امنیت لپاره یواځینۍ لار ده

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتریش ځانګړي استازي رامیز الاکبروف ویلي، د نړیوالې ټولنې او طالبانو ترمنځ "خبرې اترې او تعامل " د افغانانو د ګټې  سربیره د سیمې او نړۍ د امنیت لپاره یواځینۍ لار ده.

الاکبروف په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته  په وینا کې طالبانو ته اشاره وکړه.

"موږ لا هم په دې باور یو چې د موجود واکمنو سره خبرې اترې او تعامل  د افغانستان د ګټو او د سیمه ییز او نړیوال امنیت لپاره یواځینۍ لار ده."

" مونږ په نظر کې لرو چې په راتلونکې میاشت کې سیاسي مشورې زیاتې کړو او په اوږد مهال کې، د موجود واکنو د تعامل د ډیرولو په خاطر ځیني ګامونه اوچت کړو."

الاکبروف  ټینګار وکړ، که څه هم نړیواله ټولنه او طالبان د سیاسي حقونو، بشري او ښځو حقونو په برخه کې له یو بل څخه لرې پاتې دي،خو  د ګډو اندیښنو لکه د نشه یي توکو د کنټرول ، ماین پاکۍ او  د افغانانو د ژوند د ښه کولو په برخه کې  کیدای شي چې په همکارۍ کې پرمختګ وشي.

" په مخ کې سترې ننګونې لرو خو صبر او زغم ته اړتیا لري. افغان ولس د همکارۍ ، خبرو اترو او تعامل  مستحق دی او موږ لا هم په دې باور یو چې دا د دوی او نړیوالې ټولنې په ګټه یواځینۍ لار ده."

ځانګړي استازي د دې خبرې په ټینګار وویل چې  د اګست له میاشتې راهیسې د افغانستان اقتصاد له ۳۰ څخه تر ۴۰ سلنې پورې کوچنی شوی او ټینګار یې وکړ چې د ۲۰۲۲ کال تر پایه به د فقر کچه ۹۷ سلنې ته لوړه شي او دا مهال ۸۲ سلنه کورنۍ په پورونو کې ژوند کوي.



اړوند خبرونه