په برازیل کې د زورورو بارانونو له امله په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی

د برازیل په ختیځ پرنامبوکو ایالت کې د سختو بارانونو له امله په یوه ورځ کې له ۳۰ ډېر کسان مړه شوي دي.

1834221
په برازیل کې د زورورو بارانونو له امله په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی

د برازیل په ختیځ پرنامبوکو ایالت کې د سختو بارانونو له امله په یوه ورځ کې له ۳۰ ډېر کسان مړه شوي دي.

په برازيل کې د G1  تلویزیون د خبر له مخې، د سختو بارانونو له امله د سيلابونو او ځمکې ښویدنې له امله د برازيل په پرنامبوکو کې ٢٠ کسان، د کاماراګيبي په سيمه کې ٦ تنه، په کوريګو دو جينيپاپو او سيټيو دوس پنتوس کې يو يو تن ژوند د لاسه ورکړی دی.

په دې ډول، د سختو بارانونو د پيل راهیسې  د هغو کسانو شمیر چې د اونۍ له پیل راهیسې په پرنامبوکو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی ۳۵ تنو ته لوړ شوی دی.

ویل شوي، چې د بارانونو له امله تر ۵۰۰ ډېر کسان خوندي‌ سیمو ته تخلیه شوي‌ دي.

د پرنامبوکو د ملکي دفاعي ټولنې له خلکو وغوښتل چې د سیلابونو سیمو ته نږدې نه شي یا د طوفاني بارانونو وړاندوینې له امله خپل کورونو کې پاتې شي.

دا په تیرو پنځو میاشتو کې په برازیل کې څلورم لوی سیلاب و.

د فبرورۍ په میاشت کې د ریو په ښار کې د سیلابونو له امله له ۲۳۰ څخه زیاتو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو  او په زرونو خلک له خپلو کورونو بې ځایه شوي وو.



اړوند خبرونه