د بورکینا فاسو په کمپینګا ولایت کې د ناپېژاندو وسله والو په برید کې ۵۰ ملکي وګړي وژل شوي دي.
په بورکینافاسو کې نامعلومو وسله والو قتل عام کړی
د بورکینا فاسو په کمپینګا ولایت کې د ناپېژاندو وسله والو په برید کې ۵۰ ملکي وګړي وژل شوي دي.
د سیمې والي هوبرټ یامیوګو په یوه بیان کې وویل چې نامعلومو وسله والو د می په ۲۵ مه نيټه د کومپینګا ولایت په مدجواري سیمه کې په ملکي خلکو برید وکړ.
یامیوګو په دغه برید کې د ۵۰ ملکي وګړو د وژل کېدو نه خبر ورکړ. همداشان هغه د وژل شویو کسانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه.
یامیوګو ویلي چې په سیمه کې لازم امنیتي تدابیر نیول شوي دي.
تر اوسه چا د برید پړه پر غاړه نه ده اخیستې.
په همدې سیمه کې د مې په ۱۴ مه د بوکو حرام ترهګرې ډلې د غړو په برید کې ۱۴ ملکي وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.
په ګاونډي هیواد مالي کې القاعده او داعش پورې تړلې ترهګرې ډلې له ۲۰۱۵ کال راهیسې د بورکینا فاسو په شمال او ختیځ کې پرله پسې بریدونه کوي.
د حکومت د معلوماتو له مخې له ۲۰۱۵ کال څخه تر ۲۰۲۱ کال پورې په بریدونو کې ۲۰۰۰ کسان وژل شوي چې ۶۰۰ یې امنیتي ځواکونه دي.