په امریکا کې په یو ابتدایه ښوونځي د وسله وال برید په نتیجه کې قتل عام رامنځته شوی

د امریکا په تکزاس ایالت کې پر یوه ابتدایه ښوونځي د وسله والو په برید کې د ۱۹ زده کوونکو په ګډون ۲۱ کسان وژل شوي دي.

1831979
په امریکا کې په یو ابتدایه ښوونځي د وسله وال برید په نتیجه کې قتل عام رامنځته شوی

د امریکا په تکزاس ایالت کې پر یوه ابتدایه ښوونځي د وسله والو په برید کې د ۱۹ زده کوونکو په ګډون ۲۱ کسان وژل شوي دي.

 برید کوونکی چې په همدې ښارګوټي کې د لیسې زده کوونکی و، هم له پولیسو سره په ډزو کې وژل شوی دی. د امریکا ولسمشر جوبایډن د برید په اړه وویل: "د خدای لپاره، موږ به کله د وسلود  لابی پر خلاف  دریږو؟"

برید د امریکا د تکزاس په لویدیځ کې د یووالډ په ښارګوټي کې شوی دی. وروسته له هغه چې وسله وال له خپل موټر سره د ښوونځي مخې ته راورسېد، له پارکینګ څخه یې ډزې وکړې او د ښوونځي باغ ته ننوت.

د ټکساس د والي د څرګندونو له مخې، بریدګر په لاس کې یوه تومانچه او یوه ټوپک درلوده. په دغه ښوونځي کې چې ۶۰۰ زده کوونکي زده کړې کوي، ۲۱ تنو چې ۱۹ تنه یې ماشومان دي، خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

والي ویلي، بریدګر چې ۱۸ کلن سیلواډور راموس نومېږي، د پولیسو له خوا په ډزو وژل شوی دی.

ویل کیږي برید کوونکی راموس هم په ورته ښار کې د لیسې زده کونکی دی.

په تیرو 20 کلونو کې په امریکا کې هر کال نږدې ۲۰۰ وسله وال بریدونه کیږي. په ۲۰۲۱ کال کې ۲۵۵ وسله وال بریدونه شوي چې نږدې ۷۰۰ کسان پکې وژل شوي دي.

په تېره یوه میاشت کې شاوخوا ۵۰ کسانو په وسله والو بریدونو کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

په امریکا کې د اساسي قانون له مخې د انفرادي وسلو اخیستل د هرچا حق دی چې د همدې امله په هیواد کې نږدې ۴۰۰ میلیونه راجستر شوي وسلې شتون لري.

 

د امریکا په تکزاس ایالت کې  یو کال وړاندې تصویب شوي قانون له مخې، د ټوپک اخیستو لپاره جواز ته اړتیا ده، خو د ګرځولو لپاره يي جواز ته اړتیا نشته.

د امریکا ولسمشر جو بایدن ددې برید په اړه ډیر سخت غبرګون وښود.

د امریکا ولسمشر جوبایډن د ټکساس ایالت په یوه لومړني ښوونځي کې د ډزو په اړه وویل: " د خدای لپاره موږ به کله د ټوپک لابی پر خلاف  دریږو؟"

 

بایډن له خپل آسیایي سفر څخه بیرته راستنیدو او په سپینه ماڼۍ کې د یوې خبري غونډې په ترڅ کې وویل چې هغه او د هغه میرمن جیل بایډن دعا وکړه چې ددې پیښې له امله دېته اړتیا پیدا نشي چې خبري غونډه کې ګډون وکړي.

د یادولو ده چې یوه اونۍ وړاندې د نیویارک په بفیلو ښار کې وسله وال برید وشو، بایډن په هیواد کې د وسله وال تاوتریخوالي زیاتیدو ته په اشارې سره وویل ،

"زه اوس له دې څخه ستړی شوی یم"

بایډن: " د خدای لپاره کله به موږ د ټوپک لابي پر خلاف دریږو؟" هغه په ​​کانګرس غږ وکړ چې د وسلو پلور تنظیم کړي.

هغه د دې خبرې په ټینګار وویل  چې که  که ټول نه وي، د ډیرو  وسله والو بریدونو مخه نیول کیدی شي او دا اقدام باید ترسره شي، "زه اوس له دې مسلې ستړی شوی یم."

بایډن وویل "د نړۍ په نورو برخو کې دا ډول وسله  بریدونه کم دي، هلته هم خلک روحي او رواني ستونزې لري، د کورنیو په منځ کې ستونزې سره لاس او ګریوان وي، خو دا ډول ډله ییز بریدونه هېڅکله هم نه کېږي، نو په امریکا کې ولې داسې کېږي؟ ولې موږ باید د دې وژنو سره ژوند وکړو؟"



اړوند خبرونه