د اوکراین په ماریوپول ښار کې د یوې ودانۍ به زیرزمیني کې ۲۰۰ جسدونه وموندل شول

په اوکراین د روسیې د روان یرغل ۳ میاشتې پوره شوې.

1832301
د اوکراین په ماریوپول ښار کې د یوې ودانۍ به زیرزمیني کې ۲۰۰ جسدونه وموندل شول

په اوکراین د روسیې د روان یرغل ۳ میاشتې پوره شوې.

اوکرایني چارواکو اعلان وکړ چې د ماریوپول په بندري ښار کې  د یو ویجاړ شوي  اپارتمان ودانۍ په زیرزمیني کې د ۲۰۰ تنو مړي  موندل شوي دي.

اوکرایني مقاماتو ویلي دي چې دا مړي هغه وخت وموندل شول چې کارګرانو په ماریوپل ښار کې د یوې ویجاړې شوې ودانۍ  د پاکولو لپاره کار کولو.  له بلې خوا ویل شوي چې روسیې د بېلتون غوښتونکو تر ولکې لاندې دونباس کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

اوکرایني چارواکو ویلي چې په ماریوپول کې د کنډوالو د پاکولو کارکونکو تر ۲۰۰ زیات جسدونه موندلي دي. د بندري ښار د ښاروال سلاکار پیټرو اندریوشینکو اعلان وکړ چې کارګرانو په ماریوپول کې د ویجاړ شوي اپارتمان ودانۍ په زیرزمیني کې د کار کولو پرمهال ۲۰۰ جسدونه وموندل. اندریوشینکو وویل چې جسدونه خراب شوي دي  او په ټول ګاونډ کې بد بوی خپور کړی وو.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي وویل، دا نوې مرګ ژوبله یوه اونۍ وروسته له هغه رامنځ ته شوه چې روسیې د کییف په شمال کې د روسیې په دیسنا ښار باندې یو تر ټولو وژونکی توغندی وویشت، چې په ترڅ کې یې د جګړې له پیل راهیسې ۸۷ کسان ووژل شول.

زیلینسکي وویل، له هغه راهیسې چې د روسیې پوځ د فبرورۍ په ۲۴مه پر اوکراین یرغل پیل کړی، تر دې دمه یې ۱۴۷۴ توغندي له ۲۲۷۵ بېلو بېلو توغندیو سره کړي چې ډېری یې ملکي اهداف په نښه کړي دي. هغه زیاته کړه چې روسیې په دې موده کې تر ۳۰۰۰ زیات هوايي بریدونه کړي دي.



اړوند خبرونه