د سویلي کوریا پوځ اعلان کړی چې شمالي کوریا درې بالستیک توغندي توغولي دي.

شمالي کوریا درې بالستیک توغندي ازمایلي دي

1832017
د سویلي کوریا پوځ اعلان کړی چې شمالي کوریا درې بالستیک توغندي توغولي دي.

د سویلي کوریا پوځ اعلان کړی چې شمالي کوریا درې بالستیک توغندي توغولي دي.

د سویلي کوریا چارواکو خبر ورکړی، چې دغه توغندي د شمالي کوریا د پلازمېنې پیونګ یانګ له سنان سیمې څخه توغول شوي دي.

د توغندي ازموینه وروسته له هغه وشوه چې د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر جو بایډن له سیمې څخه خپل سفر پایته ورسو.

بایدن د خپل دې سفر په ترڅ کې د شمالي کوریا د مخنیوي لپاره د لا جدي اقدامات د ترسره کولو ژمنه وکړه.

جاپان هم لږ تر لږه دوه توغندي ازمویل تایید کړي، خو ویلي یې دي چې ښايي نور هم وي. د جاپان د دفاع وزیر نوبو کیشي ویلي، چې لومړی توغندی تر ۵۵۰ کیلومتره لوړوالی ۳۰۰ کیلومتره واټن وهلی، په داسې حال کې چې دویم توغندی چې ۵۰ کیلومتره لوړوالی سره  شاوخوا ۷۵۰ کیلومتره واټن وهلی.



اړوند خبرونه