فلسطینۍ محصلې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سره د لاس ورکولو نه ډډه وکړه

فلسطینۍ محصلې د فراغت په مراسمو کې د امریکا بهرنیو چارو وزیر ته لاس ورنکړ

1830678
فلسطینۍ محصلې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سره د لاس ورکولو نه ډډه وکړه

د امريکا متحده ایالتونو د جورج ټاون په پوهنتون کې د فراغت په مراسمو کې هغه فلسطيني محصلې، چې د ډيپلوم د ترلاسه کولو پرمهال يي په سټېج کې د فلسطین بیرغ پورته کړ، د امريکا د بهرنيو چارو له وزير انتوني بلينکن سره يې د لاس ورکولو نه  ډډه وکړه.

د امریکا د واشنګټن په جورج ټاون پوهنتون کې د فراغت مراسم ترسره شول.

یوې فلسطینی محصلې چې د ډیپلوم ترلاسه کولو لپاره سټیج ته د تلو پر مهال يي د فلسطین بیرغ رپاوه، د انتوني بلینکن سره چې په سټیج کې محصلینو ته مبارکي ویله د لاس ورکولو نه ډډه وکړه.

دغه محصلې چې بلنکن ته يې لاس ورنه کړ او په سټېج کې يې له نورو استادانو او موجودو کسانو ته لاس ورکړ، په خپلو ويناوو کې هم  د امريکا پر سياستونو نيوکې وکړې.



اړوند خبرونه