امریکا : د ناټو په سازمان کې د فنلنډ او سویډن د غړیتوب په اړه د ترکیې اندیښنې به حل شي

د امریکا متحده ایالتونو  د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان ویلي چې په ناټو کې د سویډن او فنلنډ د غړیتوب په اړه د ترکیې او ولسمشر رجب طیب اردوغان له خوا څرګندې شوې امنیتي اندېښنې به حل شي.

1829649

جیک سلیوان جنوبي کوریا او جاپان ته د بایډن د سفر پر مهال د ولسمشرۍ په الوتکه کې د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.

د امریکا ولسمشر جوبایډن پرون د سویډن او فنلنډ له مشرانو سره په کتنه کې دې ته په اشارې سره وویل چې امریکا په ناټو کښې د دغو دوو هیوادونو د غړیتوب د بهیر بشپړ ملاتړ کوي.

سلیوان په ناټو کې د دواړو هېوادونو د غړیتوب د پروسې په اړه د ترکیې د دریځ په اړه وویل "موږ باور لرو چې په ناټو کې د فنلنډ او سویډن د غړیتوب په اړه د ولسمشر اردوغان او نورو چارواکو له خوا د ترکیې اندېښنې به د خبرو له لاری حل شي."

جیک سلیوان وویل  چې د خپل ترکي سیال ابراهیم قالن او د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر مولود چاووش اوغلو سره پدې اړه خبرې کړي دي.

" د فنلنډ ولسمشر او د سویډن لومړي وزیر دواړو وویل چې دوی غواړي د ولسمشر اردوغان او د هغه ټیم سره مستقیم وګوري او ټیمونه به خپلو لیدنو ته دوام ورکړي."

سلیوان وویل چې امریکا نیت نه لري چې د مسلې د هواري لپاره له ولسمشر اردوغان سره مستقیمې خبرې وکړي او دا مسله په حقیقت کې هغه مسله ده چې باید د ترکیې، فنلنډ او سویډن ترمنځ حل شي.

پيوندونه: #ناټو , #ترکیه , #امریکا

اړوند خبرونه