سیګار : د افغانستان نه د امریکايي ځواکونو وتل د تیر حکومت د ماتې اصلي لامل شو

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل له طالبانو سره د جګړې د ماتې یو مهم عامل و.

1828768
سیګار : د افغانستان نه د امریکايي ځواکونو وتل د تیر حکومت د ماتې اصلي لامل شو

 له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل له طالبانو سره د جګړې د ماتې یو مهم عامل و.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د تفتیش ادارې (سیګار) په هغه راپور کې، چې د امریکا د دفاع وزارت (پنټاګون) د لوړ پوړو چارواکو له خوا چمتو شوی او د امریکا کانګرس ته وړاندې شوی دی، د افغانستان د ماتې پر بهیر د امریکايي ځواکونو د وتلو اغېز پوځ یاد شوی.

په راپور کې ویل شوي چې د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ له طالبانو سره په ۲۰۲۰ کال کې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو د وتلو په اړه هوکړه د افغان ځواکونو د "مورال د جدي ضعیفوالي" لامل شوی.

په راپور کې راغلي چې ډېری افغانان له طالبانو سره د امریکا تړون نه  د "یو ناوړه او بد نیت اقدام " په توګه یادونه کوي  او په دې باور دي چې امریکا د په چټکه توګه د  وتلو لپاره افغانستان دښمن ته سپارلی دی.

په راپور کې د دې خبرې په ټینګار سره چې د امریکا استخباراتو د افغان حکومت د چټک سقوط وړاندوینه نده کړې، امریکا د افغانستان پوځ ته د منابعو په برابرولو او د سرتېرو په روزنه کې پاتې راغلې ده.

په راپور کې د افغان پوځ  لخوا د امریکا په ټکنالوژۍ ډېر تکیه کولو منفي پایلو ته هم اشاره شوې ده.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړې په چوکاټ کې چې د ۲۰۲۱ کال د فبرورۍ په میاشت کې له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو له وتلو سره پیل شوه، طالبانو پلازمېنه کابل محاصره کړ او د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه د ولسمشر اشرف غني  له هیواد څخه ووت، او پلازمینه کابل پرته د جګړې طالبانو لاسته ولویده.

امریکا د اګست په ۳۱مه له افغانستانه د خپلو ځواکونو وتل بشپړ کړل.



اړوند خبرونه