فنلینډ او سویډن په رسمي ډول ناټو سازمان د غړیتوب لپاره مراجعه وکړه

سویډن او فنلینډ چې غواړي له ناټو سره یوځای شي نن سهار خپل غوښتنلیکونه  ناټو سازمان تسلیم کړل.

1828644
فنلینډ او سویډن په رسمي ډول ناټو سازمان د غړیتوب لپاره مراجعه وکړه

 فنلینډ او سویډن په رسمي ډول ناټو سازمان د غړیتوب لپاره مراجعه وکړه

سویډن او فنلینډ چې غواړي له ناټو سره یوځای شي نن سهار خپل غوښتنلیکونه  ناټو سازمان تسلیم کړل. د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ دغه غوښتنلیکونو نه د  یو تاریخي ګام په توګه یادونه وکړه.

سویډن او فنلنډ رسماً د ناټو د غړیتوب غوښتنه وکړه. د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ د سفیرانو د وړاندیز له ترلاسه کولو وروسته د ناټو په مرکزي دفتر کې د یوې وینا په ترڅ کې وویل: "ستاسو د نن ورځې غوښتنلیک یو تاریخي ګام دی. متحدین به اوس د ناټو په لاره کې د راتلونکي ګامونو ارزونه وکړي."

 

ډيپلوماټيکې سرچينې وايي د ناټو سره ددې هیوادونو د یوځای کیدو بهیر کیدای شي  چې یو کال او یا څه زیات دوام وکړي.

د ویلو ده چې ترکیې د ناټو په سازمان کې د فلنینډ او سویډن د غړیتوب سره مخالفت ښودلی دی. ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تیره ورځ پدې اړه وویل چې د ناټو سازمان یو امنیتي سازمان دی. فنلینډ او سویډن دواړه د ترهګرو ملاتړي دي. مونږ نشو کولی چط پدې امنیتي سازمان کې دې د ترهګرو ملاتړ ته د غړیتوب اجازه ورکړو.



اړوند خبرونه