د اوکراین او روسیې ترمنځه مذاکرات وځنډول شول

کراین او روسیې ترمنځه مذاکرات وځنډیدل.

1828602
د اوکراین او روسیې ترمنځه مذاکرات وځنډول شول

کراین او روسیې ترمنځه مذاکرات وځنډیدل.

د اوکراین د ولسمشرۍ د دفتر سلاکار میخایل پودولیک ویلي چې د اوکراین او روسیې ترمنځ د خبرو اترو بهیر ځنډول شوی دی.

میخایل پودولیک وویل چې په اوکراین کې د فبرورۍ له ۲۴مې د جګړې له پیل راهیسې وضعیت ډېر بدل شوی دی.

پودولیک ددې خبرې په ټينګار ویلي دي چې "د روسیې اداره لا هم په دې نه پوهیږي او یا ځان نه پوهوي چې په جګړه کې بدلونونه راغلي دي"،

هغه  وویل چې د اوکراین او روسیې ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو په اړه د پلاوو ترمنځ د خبرو اترو بهیر ځکه وځنډول شو چې روسیې دا بدلونونه په پام کې نه دي نیولي.

 

"د خبرو اترو بهیر په دې پورې اړه لري چې په اوکراین کې پیښې څنګه پرمخ ځي. دا پروسه وځنډول شوه ځکه چې د استانبول له اعلامیې وروسته کوم مهم بدلون یا پرمختګ نه دی شوی. روسیه لا هم پدې فکر کې ده چې پرمختګ وکړي. په اوکراین کې د روانې جګړې ۸۳ ورځې تیریږي.  پدې نه پوهیږي چې په اوکراین کې کوم بدلونونه راغلي دي. دوې هر څه ته د لومړۍ ورځې په څیر فکر کوي.  مګر زه په دې ټینګار کوم: هر ډول جګړه به لاهم د خبرو اترو په میز پای ته ورسیږي."

 

د روسیې او اوکراین استازو درې ځلې د بیلاروس په ګومیل او بریسټ ښارونو کې او یو ځل د ترکیې په استانبول کې د اوربند د ترلاسه کولو لپاره مخامخ خبرې اترې وکړې. په استانبول کې د مارچ په ۲۹ مه په خبرو اترو کې د اوربند د ترلاسه کولو په برخه کې د پام وړ پرمختګ وشو.



اړوند خبرونه