په نیویارک کې په یو سوپر مارکیټ خونړی برید شوی

د امریکا متحده ایالتونو د  نیویارک اړوند د بوفالو په  ښار کې په یوه سوپر مارکیټ کې  د وسله وال برید په نتیجه کې  ۱۰ تنه وژل شوي دي.

1826972
په نیویارک کې په یو سوپر مارکیټ خونړی برید شوی
Buffalo saldiri

 

د امریکا متحده ایالتونو د  نیویارک اړوند د بوفالو په  ښار کې په یوه سوپر مارکیټ کې  د وسله وال برید په نتیجه کې  ۱۰ تنه وژل شوي دي.

 

د بوفالو  ښاروال بایرن براون اعلان وکړ چې په دغه برید کې چې په ځايي وخت  نن ماسپښین په یوه سوپر مارکیټ کې شوی، ۱۰ تنه وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي.

 

ویل شوي، چې په وژل شویو کې یو متقاعد پولیس هم شامل دی، چې په یوه سوپر مارکیټ کې یې د امنیتي ساتونکي په توګه کار کاوه او هڅه یې کوله، چې بریدګر ته مداخله وکړي.

 

برید کوونکی د یو ۱۸ کلن سپین پوستی  چې پیتون ګینډرون نومیږي.

 

عیني شاهدانو ویلي، بریدګر پوځي ډوله جامې او د مرمۍ ضد واسکټ اغوستی وو.

 

چارواکو وویل چې د برید کونکي لخوا په نښه شوي د ۱۳ کسانو څخه ۱۱ تنه  تور پوستي‌ دي‌ .

 

ویل کیږي برید کوونکی د ټوپک سره سوپر مارکیټ ته د ننوتو سره سم يي  ډزې  پیل کړې. چارواکو ویلي چې پیښه یو نژاد پرست برید و او د برید په اړه د کرکې د جرم تحقیقات پیل شوي.

دا معلومه شوه چې شکمن برید د توکمیز انګیزې سره رامینځته شوی ، برید کوونکي‌ برید په ژوندۍ بڼه د ټولنیزې مډیا له لارې خپور کړی دی.

له برید وروسته، د ټولنیزو رسنیو پلیټ فارم Twitch اعلان وکړ چې د برید اړوند ویدیو يي لرې کړی دی.

بریدګر به د لومړۍ درجې وژنې په جرم محاکمه شي.

د ایري کاونټي ولسوالۍ لوی څارنوال جان فلین په یوه خبري کنفرانس کې اعلان وکړ چې برید کونکی به د لومړۍ درجې وژنې په جرم محاکمه شي او که مجرم ثابت شي د عمري بند سزا به ورکړل شي.

فلین وویل چې دوی د برید په اړه د ترهګرۍ  سره د تړاو په اړه تحقیقات هم کوي.

 

برید کوونکی پیټن ګینډرون، په محکمه کې ، د لومړۍ درجې وژنې تورونه رد کړل.

له بلې خوا، پولیسو اعلان وکړ چې دوی هغه منشور  چې ګمان کیږي د برید کونکي سره تړاو لري او په انټرنیټ کې خپور شوی په اړه تحقیقات کوي.

د امریکايي رسنیو په وینا، دغه منشور چې ۱۸۰ مخونه لري او ګومان کېږي چې بریدګر لیکلی دی، ویلي چې «سیاسي اشرافیان له کډوالۍ او نورو تګلارو څخه د سپینو وګړو د کمولو لپاره کار اخلي . دې ته په کتو سره داسې ښکاري‌ چې برید ګر د لا زیاتو تورپوستو د وژلو پلان درلود.

 

په منشور کې، بریدګر خپل ځان د "فاشیست، سپینې واکمنۍ او نژاد پرست" په توګه بیانوي.

 

د برید کونکي په منشور کې ویل شوي چې هغه په ​​​​۲۰۲۰کې د وبا په جریان کې له ستړي کیدو څخه د "4chan" ویب پانې لټون پیل کړ ، او لومړی یې د ټوپک او بیا انفوګرافیک سره مخ شو چې په سایټ کې د سپینې برتري ملاتړ کوي.



اړوند خبرونه