د اتریش لومړی وزیر : د ترکیې سره اړیکې زمونږ لپاره خورا مهم ارزښت لري

د اتریش لومړي وزیر کارل نیهامر ویلي، د  ترکیې سره به خپلې اړیکې، چې له ډېرو اړخونو د دوی لپاره مهمې دي، ښې کچې ته ورسوي.

1826977
د اتریش لومړی وزیر : د ترکیې سره اړیکې زمونږ لپاره خورا مهم ارزښت لري

د اتریش لومړي وزیر کارل نیهامر ویلي، د  ترکیې سره به خپلې اړیکې، چې له ډېرو اړخونو د دوی لپاره مهمې دي، ښې کچې ته ورسوي.

وروسته له هغه چې د اتریش د خلکو ګوند   پخوانی مشر  سیباستیان کورز د ۲۰۲۱ په ډسمبر کې میاشت کې  د فساد د تحقیقاتو له امله سیاست پریښود، نیهامر په ۴۰ فوق العاده کنګره کې د رایو په اکثریت سره  د ګوند د مشر په توګه بیا وټاکل شو.

نیهامر دلته په خپله وینا کې د روسیې او اوکراین جګړې ته اشاره وکړه او وویل چې هېواد یې بې طرفه دی، خو دوی حق لري چې  د تیر په څیر نن هم د نړیوالو قوانینو د سرغړونو او بې عدالتیو په اړه څرګندونې وکړي.

نیهامر تیره میاشت روسیې او اوکراین ته د خپل سفر په اړه د انتقادونو په ځواب کې وویل چې د اوکراین په بوچا ښار کې د پیښو له لیدلو وروسته، دا مهمه ده چې د احتمالي اوربند یا سولې لپاره هرڅه ترسره شي او یوازې د لیدلو پرځای اقدام وکړي. د دې تراژیدۍ پر وړاندې ونه غوښتل چې چوپه خوله پاتې شي د نندارې پر ځای يي اقدام وکړ.

نیهامر وویل، د سولې لپاره د دوی هڅې دوام لري او په بېلابېلو برخو کې یې خبرې اترې کړې دي، "موږ به له ترکیې سره اړیکې ښې کچې ته ورسوو. دا زموږ لپاره له ډېرو اړخونو خورا مهم دی."

د اوکرایین له کډوالو سره مرستو ته په اشارې سره نیهامر زیاته کړه چې د غیرقانوني کډوالۍ پر وړاندې به د دوی مبارزه د پخوا په څېر روانه وي.

لومړي وزیر نیهامر تیره میاشت مسکو ته د خپل سفر دمخه او وروسته له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره تلیفوني خبرې وکړې.

نیهامر، چې په هر فرصت کې یې د استانبول پروسې  نه ملاتړ کړی  دلته يي  د روسیې او اوکراین د استازو ترمنځ خبرې اترې "د سولې لپاره ترټولو مهم فرصت" بللی دی . هغه به  د ولسمشر اردوغان سره مخامخ لیدنه وکړي. تمه کیږي‌ چې نیهامر د جون په میاشت کې په اسپانیا کې جوړیدونکې د ناټو د غونډې په چوکاټ کې د ولسمشر اردوغان سره مخامخ لیدنه وکړي.


پيوندونه: #اړیکې , #ترکیه , #اتریش

اړوند خبرونه