په جرمني کې په یو کنفرانس وسله وال برید شوی دی.
په جرمني کې په کنفرانس وسله وال برید شوی
په جرمني کې په یو پوهنتون کې په کنفرانس وسله وال برید شوی دی.
د جرمني پولیسو ویلي دي چې نن دوشنبه د جنوري ۲۴ مه نيته د جرمني په سویل کې د هایډلبرګ په ښار په پوهنتون کې په کنفرانس وسله وال برید شوی.
پولیسو ویلي دي چې برید کوونکی د پولیسو لخوا په ډزو ووژل شو.
په برید کې د کنفرانس ګڼشمیر کډونوال ټپیان شوي دي.
ویل کیږي دا برید د هیډلبرګ ښار د نیوین هیمر فیلډ په سیمه کې چیرته چې د ښار پوهنتون موقعیت لري رامنځته شوی وو.
برید پداسې حال کې شوی دی چې د پوهنتون د کنفرانس په سالون کې کنفرانس دوام درلود. برید کوونکی سالون ته د ننوتو سره سم په ویناوالو او ګډونوالو ډزې پیل کړې.
پولیسو د ټپیانو د شمیرې په اړه څه ندي ویلي.
اړوند خبرونه
د مالیزیا سمندري ځواکونو اړوند د دوو چورلکو د جنیګدو له امله لږ تر لږه لس تنو ژوند د لاسه ورکړ.
په مالیزیا کې د رسم ګذشت پریډ لپاره د تمرین پر مهال دوه چورلکو په هوا کې سره ټکر کړی دی