د بورقینا فاسو ولسمشر د یوې ډلې بغاوت کوونکو پوځیانو لخوا یرغمل شوی دی

د بورقینا فاسو ولسمشر روچ کریستین کابوره  د یوې ډلې بغاوت کوونکو سرتیرو لخوا  یرغمل شوی دی.

1767270
د بورقینا فاسو ولسمشر د یوې ډلې بغاوت کوونکو پوځیانو لخوا یرغمل شوی دی

 د بورکینا فاسو ولسمشر روچ کریستین کابوره  د یوې ډلې بغاوت کوونکو سرتیرو لخوا  یرغمل نیول شوی دی.

د بورکینا فاسو نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې ددې هیواد په پلازمینه کې سنګولا لامیزنا  په پوځي کمپ کې د ډزو غږونه اوریدل شوي دي.

همداشان یوې ډلې بغاوت کوونکو پوځیانو ولسمشر کابوره یرغمل نیولی دی.

ویل کیږي  ډزې پلازمینه کې د مرکزي زندان ترڅنګ په پوځي کمپ کې چیرته چې د ۲۰۱۵ کال د پوځي ناکامې کودتا مسئولین زنداني  دي  پيل شوي دي.

د رویټرز خبري اژانس د دوو امنیتي سرچینو او یو ډیپلوماتیکي سرچینې له قوله ویلي دي چې  دا پیښه د د یکشنبې د شپې په ناوخته ساعتونو کې رامنځته شوې ده .

د ولسمشر د استوګنې د ځای په شاوخوا کې د درندو ډزو غږونو اوریدو نه وروسته هغه د یوې ډلې بغاوت کوونکو پوځیانو لخوا یرغمل نیول شوی دی.

تیره ورځ هم ددې هیواد په ځینو پوځي کمپونو کې د ډزو غږونه اوریدل شوي وو. ځینو برخو د کودتا ادعاء کړې وه خو حکومت دا ادعاء رد کړې وه.



اړوند خبرونه