د امریکا ولسمشر جو بایدن روسیې ته د اوکراین په اړه یو ځل بیا خبرداری ورکړ.

بایدن : د روسیې لخوا په اوکراین د پوځي‌ مداخلې په صورت کې به پدې هیواد ډیر سخت بدل پرې کړو

1766112
د امریکا ولسمشر جو بایدن روسیې ته د اوکراین په اړه یو ځل بیا خبرداری ورکړ.

 

جو بایدن وویل چې د روسیې ځواکونه په هره بهانه او لامل چې د اوکراین د پولې نه خپه واړوي‌‌ او اوکراین خاورې ته داخل شي‌ دا ددې هیواد د اشغالولو په معنا دي او  بدل به يي ډیر  سخت وي.

جو بایدن  تیره ورځ په سپینه ماڼۍ کې د روسیې لخوا پر اوکراین د پوځي‌ مداخلې په  اړه په کړو څرګندونو رڼا واچوله.

بایدن وویل چې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په ټولو خبرو او لیدونو کې پدې اړه د امریکا دریځ په ډیره واضحه الفاظو سره هغه ته بیان کړی دی.

مونږ هغه ته په ښکاره توګه ویلي دي‌ چې  په سیمه کوې میشت روس ځواکونه که چیرې په هره بهانه او لامل د اوکراین خاورې ته واوړي‌ دا د هغه هیواد د اشغال په معنا دی.

د روسیې لخوا د اوکراین د اشغال په صورت کې به پدې هیواد په خپلو لویدیځوالو هیوادونو سره په پوره هماهنګۍ او همغږۍ کې ډیر ستر اقتصادي‌ بندیزونه ولګو.

پدې مسئله کې هیڅوک باید شک او شبهه ونلري‌ چې د پوتین لخوا د اوکراین د اشغالولو په صورت کې به پر روسیې ډیر سخت بدل پرې کړو.

هغه وویل چې د روسیې لخوا د اوکراین د اشغالولو په خاطر د نیابتي‌ ځواکونو نه کار اخیستل هم د احتمال نه لرې خبره نده. دا هم یو ډير قوي‌ احتمال دی. په بعضو سیمو کې برید کوونکي‌ د روسي‌ ځواکونو یونیفورم په غاړه نلري. ددې مسئلې په اړه هم باید هوښیار اوسو.

هغه وویل چې د اوکراین حکومت د هیواد نه د دفاع په برخه کې د هغوې سره زمونږ د مرستو په اړه باید شک او شبهه ونکړي.

د ویلو ده چې بایدن د دندې د یو کال د پوره کیدو له امله تیره ورځ‌ په سپینه ماڼۍ کې  خبري غونډه کې پوښتنې ځواب کړې. هغه د روسیې او اوکراین ترمنځه روان تاوتریخوالي‌ ته په اشارې سره وویل که چیرې روسیه په اوکراین کوچنۍ مداخله وکړي‌ مونږ يي باید د عواقبو سره مبارزه وکړي. د بایدن ددې څرګندونو نه اشغال ته د شین څراغ د لګولو په توګه یادونه شوې وه.



اړوند خبرونه