د بشري حقونو کمشنره: په افغانستان کې د بشري حقونو تیري کوونکي باید مجازات شي
د ملګروملتونو سازمان د بشري حقونو عالي کمشنرې میشل باشله د امنیت شورا نه په افغانستان کې د بشري حقونو تیري کوونکو ته د جزا ورکولو غوښتنه وکړه.
د ملګروملتونو سازمان د بشري حقونو عالي کمشنرې میشل باشله د امنیت شورا نه په افغانستان کې د بشري حقونو تیري کوونکو ته د جزا ورکولو غوښتنه وکړه.
میشل باشله د ملګروملتونو سازمان د امنیت شورا ته په افغانستان د بشري حقونو نه د تیریدو په اړه معلومات ورکړل.
هغې وویل چې په افغانستان کې پدې وروستیو میاشتو کې د بشري حقونو مدافعین ، ژورنالستان، قاضیان او څارنوالان تښتول کیږي، ګواښل کیږي او د ډول ډول ستونزو سره لاس او ګریوان دي. نوموړي مجبور شوي دي چې پټ ژوند وکړي.
ډیری ښځو چې خپلو کورنیو یواځنۍ سرپرستې دي خپلې دندې د لاسه ورکړي دي. پدې هیواد کې د عالي دولتي میکانیزمونو نه ښځې په کامله توګه شړل شوي دي.
هغې ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې ټولنې ستر قشر ښځې او انجونو د هغوې د اساسي او لومړنیو حقونو نه محرومول د هیواد اقتصاد او په ټولیزه توګه هیواد ته ستره ضربه ده.
میشل باشله د ملګروملتونو سازمان د امنیت شورا نه په افغانستان کې بشري حقونو تیري کوونکو ته او په ځانګړې توګه د ښځو او انجونو پر حقونو تیري کوونکو ته د جزا ورکولو غوښتنه وکړه.
همداشان هغې وویل چې هغه هیوادونه چې پر طالبانو نفوذ لري باید د خپلو نفوذ نه په استفادې سره طالبان بشري حقونو ته درناوي کولو ته اړ کړي.