په نایجریا کې وسله والو برید کوونکو ستر قتل عام کړی دی .

په نایجریا کې د وسله والو کسانو په برید کې لږ تر لږه ۵۰ تنه وژل شوي او په لسګونو تنه نور ټپيان شوي‌ دي

1763683
په نایجریا کې وسله والو برید کوونکو ستر قتل عام کړی دی .

په نایجریا کې وسله والو برید کوونکو ستر قتل عام کړی دی .

د نایجریا د کیبي په ایالت کې وسله والو لږ تر لږه ۵۰ تنه په ډزو وژلي‌ دي.

د نایجریا د ملي‌ رسنۍ د خبر له مخې په لسګونو تنو موټرسایکل سپرو وسله والو کسانو د کیبي‌ ایالت اړوند د دان کادي‌ په سیمه کې پر پوځیانو او پولیسو برید وکړ چې وروسته نښته پیل شوه.

د نښتې نه وروسته وسله والو برید کوونکو په کلي‌ برید کړی چې د دوو تنو سرتیرو په ګډون څه باندې ۵۰ تنه يي وژلي‌ دي.

پدې ستره فاجعه کې په لسګونو تنه ټپیان شوي‌ دي. همداشان په لسګونو کورونو ته يي اور اچولی  چې له امله یو زیات شمیر حیوانات هم له منځه تللي‌ دي.



اړوند خبرونه