امریکا اوکراین په مسئله کې روسیې ته خبرداری ورکړ

امریکا متحده ایالتونو د روسیې سره هم ډیپلوماسۍ او هم پر دې هیواد ډیرو سختو تحریمونو وضع کولو ته چمتو دي.

1762571
امریکا اوکراین په مسئله کې روسیې ته خبرداری ورکړ

امریکا متحده ایالتونو د روسیې سره هم ډیپلوماسۍ او هم پر دې هیواد ډیرو سختو تحریمونو وضع کولو ته چمتو دي.

د امریکا متحده ایالتونو د سپینې ماڼۍ د ملي‌ امنیت سلاکار جک سولیوان وویل چې امریکا د اوکراین په مسئله کې د روسیې سره هم ډیپلوماسۍ او مذاکراتو او یرغل په صورت کې ډیرو سختو اقتصادي‌ بندیزونو لګولو ته چمتو دی.

هغه دا څرګندونې په سپینه ماڼۍ کې ورځنۍ خبري‌ غونډې ته وکړې. هغه خبري‌ غونډې ته د اوکراین د مسئلې په اړه د روسیې سره په جینیوا، بروکسل او ویانا کې د مذاکراتو په اړه معلومات ورکړل.

هغه وویل چې پدې مذاکراتو کې هم امریکا او هم روسیې خپلې اندیښنې بیان کړې. ټولې هغه برخې چې پرمختګ پکې ممکن دی او هغه برخې چې د پرمختګ چانس پکې نشته په ښکاره توګه اعلان او په ګوته کړې.

هغه وویل چې دا لیدنې صمیمي‌ او مخامخ وې. ډیرې ګټورې لیدنې وې. دې مذاکراتو امریکا او روسیې ته یو زیات مواد چې په اړه يي باید کار وشي‌ ورکړل.

هغه زیاته کړه چې د مذاکراتو نه وروسته د متحدینونو سره ددې بهیر په اړه چې باید څه ډول دوام وکړي‌ خبرې وشي. د اروپا – اتلانتیک د امنیت او استقرار د ټینګښت په خاطر ډیپلوماسۍ او خبرو اترو ته چمتو یو. په عینې ډول که چیرې روسیه بله کوم لاره اختیار کړي‌ مونږ ورته هر ډول ځواب ورکولو ته هم چمتو یو.

همداشان د روسیې لخوا پر اوکراین د یرغل په صورت کې به امریکا او متحدین يي پدې هیواد ډیر سخت اقتصادي‌ بندیزونه ولګوي‌ او پدې اړه د خپلو ټولو همکارانو سره همفکره یو او همکاري مو دوام لري.

هه وویل چې امریکا  د اوکراین د ارضي‌ تمامیت ، مځکنۍ بشپړتیا او ملي‌ حاکمیت نه د ساتنې په برخه کې  ددې هیواد سره هر ډول مرستو ته چمتو دی.

روسیې ته مو په ښکاره توګه وویل چې په اوکراین د یرغل په صورت کې به پرې ډیر سخت بدل  پرې کړي.

هغه وویل چې د امریکا سره د مذاکراتو د دوام په خاطر د راتلوونکې غونډه نیټه نده معلومه شوې. پدې برخه کې به د خپلو متحدینو او روسیې سره تماس ته دوام ورکړو.



اړوند خبرونه