روسیې د اوکراین سره په پوله کې سترې پوځي تمرینات پيل کړل
روسیې د اوکراین سره په پوله کې د څه باندې ۱۰۰۰۰ زرو تنو سرتیرو په ګډون پوځي تطبیقات پيل کړل.
روسیې د اوکراین سره په پوله کې د څه باندې ۱۰۰۰۰ زرو تنو سرتیرو په ګډون پوځي تطبیقات پيل کړل.
د روسیې د دفاع وزارت اړوند د سویلي پوځي سیمې لخوا په خپور شوي بیان کې ویلي دي چې پدې تطبیقاتو کې د هیواد د سویلي برخو سربیره د تورې بحیرې او خزر په سیمو کې میشتو ځواکونو هم ګډون کړی دی.
په بیان کې راغلي دي چې د څه باندې لسو زرو تنو پوځیانو په ګډون به د ولګوګراډ، استراخان، ستاوروپول او کرانسنودر په سیمو کې به تطبیقات ترسره شي. پدې تطبیقاتو کې به ټاکتیکي ډلې د توپچي ځواکونو پر وړاندې مقامت ، د هوايي او سنایپر په ګډون په یو زیات شمیر کشفي او تعرضي برخو کې د نوو تاکتیکونو او سیستمونو په اړه به کار وشي. پوځیان به نوي ټاکتیکونو زده کړي .
د ویلو ده چې تیره ورځ د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې د روسیې او ناټو ترمنځه د اوکراین د مسئلې په اړه د موجود تاوتریخوالي په اړه غونډه وشوه.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال الکساندر ګروشکو د نوموړې غونډې نه وروسته خبري غونډې ته وویل چې د ناټو سازمان نه د امنیتي مسایلو په اړه د روسیې وړاندیزونو ته د غوڅ ځواب ورکولو انتظار لرو.