اروپايي ټولنې د شمالي کوریا لخوا په یوه اونۍ کې دوه ځلې د توغندیو ازمایښت په تندو ټکو وغنده.
شمالي کوریا د یوې اونۍ په دننه کې دوه هایپرسونیک توغندي ازمایل
اروپايي ټولنې د شمالي کوریا لخوا په یوه اونۍ کې دوه ځلې د توغندیو ازمایښت په تندو ټکو وغنده.
د اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو او امنیتي سیاستونو عالي استازي جوزیف بوریل دفتر لخوا په خپور شوي بیان کې د شمالي کوریا لخوا د جنوري په ۵ او ۱۱ مو ازمایښت شوي هایپرسونیک توغندیو ازمایښت په کلکه توګه غندلی دی.
په بیان کې راغلي دي چې شمالي کوریا لخوا د غیرې قانوني وسلو د جوړولو او ترلاسه کولو په اړه روانې هلې ځلې نړۍواله سوله او امنیت د جدي ګواښونو سره مخامخ کړی دی. شمالي کوریا ته د ملګروملتونو سازمان د امنیت شورا پر پریکړو د عمل ورکولو.
همداشان په بیان کې د شمالي کوریا نه د امریکا او سویلي کوریا سره د ډیپلوماتیکو مذاکراتو ته د پيلولو او کوریا ټاپو وزمې د اټومي وسلو او کتلوي وسلو نه د تصفیه کولو په خاطر له سره د مذارکرانو د پيلو غوښتنه شوې ده .
په بیان کې راغلي دي تر کومه چې شمالي کوریا د ملګروملتونو د امنیت شورا پریکړو ته غاړه کینږدي پدې به لګول شوي بندیزونه په همدې شان دوام وکړي.
د ویلو ده چې شمالي کوریا د جنوري په پنځمه نیټه یو هایپرسونیک توغندی په بریالیتوب وازمایه چې ددینه وروسته پرون د جنوري ۱۱ مه یو ځل بیا یو هایپرسونیک توغند په بریالیتوب سره د ازمایلو نه خبر ورکړ