په نایجریا کې د یوې کلیسا د چپه کیدو له امله ګڼشمیر کسانو ژوند د لاسه ورکړی دی.

په نایجریا کې په درې پوړیزه کلیسا د عبادت پر مهال چپه شوې ده

1761210
په نایجریا کې د یوې کلیسا د چپه کیدو له امله ګڼشمیر کسانو ژوند د لاسه ورکړی دی.

په نایجریا کې د یوې کلیسا د چپه کیدو له امله ګڼشمیر کسانو ژوند د لاسه ورکړی دی.

دا پیښه د نایجریا د دلتا په ایالت کې رامنځته شوې ده .

د دلتا ایالت د روغتیا کمشنر ډاکټر اونوني موردي‌ خبري‌ رسنیو ته ویلي‌ دي  چې  د نوموړي‌ ایالت د اوکپانام  په سیمه کې یوه درې پوړیزه کلیسا  نامعلوم لامل له امله چپه شوې ده .

د موردي‌ په وینا  پدې پیښه کې د لومړنیو شمیرو له مخې لږ تر لږه ۱۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۸ تنه نور ټپیان شوي‌ دي.

هغه ویلي‌ دي‌ چې د ژغورنې ډلې سیمې ته رسیدلي‌ دي‌ او د پلټنو په چارو پيل کړی دی. د پلټنې چارې دوام لري. ټپیان روغتونونو ته انتقال شوي‌ دي.

موردي‌ زیاته کې چې د مړو د شمیرو د لوړیدو په اړه اندیښنه لري.

د پیښې پر مهال په کلیسا کې تر ۵۰ ډیرو کسانو شتون درلود.


پيوندونه: #کلیسا , #نایجریا

اړوند خبرونه