په قزاقستان کې د تیرې اونۍ د ناکراریو په تړاو ۷۹۳۹ تنه نیول شوي دي

د قزاقستان امنیتي‌ ځواکونو په هیواد کې د تیرې اونۍ د ناکراریو او خونړۍ مظاهرو په تړاو تر اوسه پورې د ۷۹۳۹ تنو د نیولو نه خبر ورکړی دی.

1759875
په قزاقستان کې د تیرې اونۍ د ناکراریو په تړاو ۷۹۳۹ تنه نیول شوي دي

د قزاقستان امنیتي‌ ځواکونو په هیواد کې د تیرې اونۍ د ناکراریو او خونړۍ مظاهرو په تړاو تر اوسه پورې د ۷۹۳۹ تنو د نیولو نه خبر ورکړی دی.

د قزاقستان کورنیو چارو وزارت ویلي‌ دي‌ چې  دا پيښې د شوروي‌ اتحاد وروسته په منځنۍ اسیا کې رامنځته شوې تر ټولو ناوړه پيښې او تاوتریخوالی وو.

د ویلو ده چې تیره اونۍ په قزاقستان کې د تیلو د بیې د لوړیدو له امله په څو ښارونو کې مظاهرې پيل شوې چې په لنډه موده کې په تاوتریخوالي‌ بدلې شوې. مظاهره کوونکو په لنډه موده کې په ځینو ښارونو کې دولتي‌ ودانۍ اشغال کړې او اور ورته واچو او د امنیتي‌ ځواکونو سره په نښته کې ښکیل شول.

د قزاقستان مسئولینو ددې تاوتریخوالي‌ او ناکراریو پړه پر تندلارو او ترهګرو ډلو اچولې ده.  مسئولینو ویلي‌ دي‌ چې په هیواد کې د ټولو ترهګرو د لمنځه وړو پورې به د ترهګرۍ پر خلاف مبارزې ته دوام ورکړي. په قزاقستان کې ددې پيښو په تړاو په نیول شوو کسانو کې بهرني‌ وګړي‌ هم شتون لري.

د ویلو ده چې د قزاقستان ولسمشر د مظاهرو د پیلیدو نه وروسته د عسکر مامین په مشرۍ حکومت هم  له دندې ګوښه کړ خو دې خبرې د مظاهره کوونکو قناعت حاصل نکړ. وروسته ولسمشر ددې هیواد د ملي‌ امنیت شورا رئیس کریم ماسیموف هم له دندې ګوښه کړ او یو ورځ وروسته ونیول شو.

د بله پلوه د روسیې رسنیو د قزاقستان په ناکراریو کې د ۱۶۴ تنو د وژل کیدو نه خبر ورکړی دی خو د قزاقستان د روغتیا او پولیسو مسئولینو بیا ددې خبر پخلی ندی کړی.

همداشان د قزاقستان ولسمشر نن د هیواد دوه تنه نور هم امنیتي‌ مسئولین هم له دندو ګوښه کړل. نوموړي‌ کسان  د قزاقستان د ملي‌ امنیت د کمیټې د پخواني‌ رئیس کریم ماسیموف مرستیالان وو.

قزاقستان اعلان کړی دی چې په هیواد کې وضعیت عادي‌ حالت ته راګرځیدلی او هر څه نورمال شوي‌ دي.


پيوندونه: #مظاهرې , #قزاقستان

اړوند خبرونه