په امریکا کې په یوې ۱۹ پوړیزې ودانۍ کې اورلګیدنې ستره فاجعه رامنځته کړه
په نیویارک کې په یوې ودانۍ کې اورلګیدنې ستره فاجعه رامنخته کړه
د امریکا متحده ایالتونو د نیویارک په ښار کې په یوې ۱۹ پوړیزې ودانۍ کې اورلګیدنې ستره فاجعه رامنځته کړه.
د نیویارک ښار د برونکس په سیمه کې په یوې ۱۹ پوړیزه ودانۍ کې اورلګیدنه رامنځته شوه چې په نتیجه کې د ۹ تنو ماشومانو په ګډون ۱۹ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی او په لسګونو تنه نور ټپیان شوي دي.
د نیویارک ښار د اور وژنې ادارې یو تن چارواکي ویلي دي کیدای شي چې د ځاني تلفاتو شمیره نوره هم لوړه شي.
د نیویارک د ښار د پولیسو کمیسار دانیل نیګرو خبري غونډې ته وویل چې پدې اورلګیدنه کې د ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۶۳ تنه ټپیان شوي دي چې د ۳۲ تنو روغتیايي حالت يي ښه ندی. هغه وویل چې پدې پيښه کې کیدای شي چې د مړو شمیره لوړه شي خو دقیقه شمیره يي ونه ښوده.
هغه وویل چې د اور وژنې ډلو په هر پوړ کې مړي موندلي دي. ډیری کسانو زړونه دریدلي دي او یا يي د ډیر سخت لوګي په نتیجه کې ساه بنده شوې او ژوند يي د لاسه ورکړی دی.
هغه د اورلګیدنې دې پیښې ته په ۱۹۹۰ کال کې رامنځته شوې د هاپي لانډ د کلوپ د اورلګیدنې سره چې په نتیجه کې ۸۷ تنو ژوند د لاسه ورکړی وو شباهت ورکړ.
هغه وویل چې دا اورلګیدنه ددې ۱۹ پوړیزې ودانۍ په دویم پوړ کې په یو دوبلکس کور کې رامنځته شوې ده . کله چې د اور وژنې ډلې سیمې ته ورسیدل د نوموړې کور دروازه خلاصه وه چې د همدې امله لوګی په ټولې ودانۍ کې خپور شوی دی.
د اورلګیدنې لامل معلوم ندی.
د بله پلوه د نیویارک ښار ښاروال ایریک ادامس ددې پیښې نه په نیویارک کې د رامنځته شوې تر ټولو خونړۍ فاجعې په توګه یادونه کړې ده .
هغه ویلي دي چې ددې پيښې لامل تر اوسه پورې معلوم ندی او په اړه يي تحقیقات دوام لري.