په چین کې چاودنې ګنشمیر کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

په چین کې د یو دفتر په کانتین کې چاودنه شوې

1759196
په چین کې چاودنې ګنشمیر کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

په چین کې د یو دفتر په کانتین کې د ډوډۍ خوړو پر مهال  چاودنه شوې چې په نتیجه کې لږ تر لږه ۲۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .

دا پیښه د چین په سویل لویدیځ کې د چونګ کینګ په ښار کې رامنځته شوې ده .

د چونګ کینګ  د والي‌ دفتر په یو انلاین بیان کې ویلي‌ دي‌ چې دا پیښه د ګازو په یوې نللیکې د لیکیدو په نتیجه کې رامنځته شوې ده .

په بیان کې راغلي‌ دي‌ چې د چاودنې په نتیجه کې کانتین چپه شوی او قربانیان لاندې شوي‌ دي. د بله پلوه د شینهوا خبري اژانس ویلي دي‌ چې د پيښې نه وروسته سمدلاسه د ژغورنې ډلې سیمې ته راورسیدې او د نوموړو کسانو په ژغورولو يي پيل وکړ.

د ژغورنې ډلو د ړنګ شوي‌ کانیتن د لاندې نه لس تنه ټپیان وژغورل او د ۱۶ تنو مړي‌ راوویستل.

د چین دولتي‌ تلویزیون ویلي‌ دي‌ چې تر ۶۰۰ تنو ډیر د ژغورنې پرسونل سیمې ته لیږدول شوی وو.

همداشان د ټپیانو نه هم د بعضو روغتیايي حالت ښه ندی.

د سیمې یو عیني‌ شاهد خبري‌ رسنیو ته ویلي‌ دي‌ چې چاودنه ډیره زوروره او ډارونکې وه. د شاوخوا کورونو شیشې هم ټولې ماتې کړي‌ دي.

د ویلو ده چې د تیر کال د جون په میاشت کې هم په چین کې د ګازو د نللیکې د لیکیدو له امله چاودنه شوې وه چې په نتیجه کې ۲۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی وو.


پيوندونه: #چاودنه , #چین

اړوند خبرونه