په امریکا کې په یوې ودانۍ کې د اور لګیدنې له امله ستره فاجعه رامنځته شوه
د امریکا متحده ایالتونو د فیلادیلفیا په ایالت کې په یوې ودانۍ کې د اورلګیدنې له امله لږ تر لږه ۱۸ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د امریکا متحده ایالتونو د فیلادیلفیا په ایالت کې په یوې ودانۍ کې د اورلګیدنې له امله لږ تر لږه ۱۸ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د فلادیلفیا ایالت د اور وژنې ادارې ویلي دي چې د جنوري په پنځمه نیټه د سهار په ساعتونو کې په د یوې څو پوړیزې ودانۍ په دویم پوړ کې په یو کور کې اورلګیدنه رامنځته شوه .
د اورلګیدنې په اړه د راپور د ترلاسه کولو نه سمدلاسه وروسته د اور وژنې ډلې سیمې ته ورسیدې. د اور مړولو یو ساعت دوام وکړ. پدې پيښه کې لږ تر لږه ۱۸ تنو ژوند د لاسه ورکړ او ۲ تنه نور ټپیان شوي دي. پدې پيښه کې ۷ تنو ماشومانو ژوند د لاسه ورکړ.
پیښه د فلادیلفیا ایالت د فیر ماونټ په سیمه کې رامنځته شوې ده. د ښار ښاروال جیم کیني یوې خبري غونډې ته وویل چې پرته له شکه چې دا پیښه ددې ښار په تاریخ کې تر ټولو غمجنه پيښه ده. نن ورځ زمونږ د ښار لپاره د دومره ماشومانو د لاسه ورکول یوه ډیره خواشینوونکې پیښه ده. هغه د خلکو نه غوښتنه کړې ده ددې پیښې د ماشومانو لپاره دعا وکړي.
چارواکیو ویلي دي چې پدې درې پوړیزه ودانۍ کې ۲۶ تنو ژوند کولو چې ۱۸ تنو يی په دویم پوړ کې ژوند کولو.