شمالي کوریا نن یو ځل بیا یو توغندی چې ګمان کیږي  بالستیک توغندی وي وازمایه.

شمالي کوریا په ۲۰۲۲ کال کې خپل لومړنی توغندی وازمایه

1757488
شمالي کوریا نن یو ځل بیا یو توغندی چې ګمان کیږي  بالستیک توغندی وي وازمایه.

شمالي کوریا نن یو ځل بیا یو توغندی چې ګمان کیږي  بالستیک توغندی وي وازمایه.

شمالي کوریا نن سهار د ۲۰۲۲ کال لومړنی توغندی وازمایه.

جاپان او سویلي کوریا ویلي دي چې شمالي کوریا نن چار شنبه د جنوري پنځمه نیټه د سهار په لسو بجو او ۸ دقیقو یو توغندی چې ګمان کیږي بالستیک توغندی وي د جاپان د سمندر پر لورې توغولی دی.

د سویلي کوریا لوی درستیز ویلي دي چې سویلي کوریا او امریکا استخبارات د شمالي کوریا لخوا د ازمایښت شوي توغندي په اړه د لا زیاتو معلوماتو راټولو په لټه کې دي.

د بله پلوه د جاپان لومړي وزیر د شمالي کوریا لخوا د توغندي د ازمایلو په اړه انديښنه وښوده.

د بله پلوه د جاپان د حکومت ویاند ویلي دي چې دا توغندی د ۵۰۰ کیلو متره واټن مزل نه وروسته د جاپان د انحصاري اقتصادي سیمې په اوبو کې لویدلی دی.



اړوند خبرونه