اندونیزیا یوې ډیرې زورورې زلزلې ولړزو.

په اندونیزیا کې ډیره زوروره زلزله رامنځته شوې ده

1754475
اندونیزیا یوې ډیرې زورورې زلزلې ولړزو.

اندونیزیا یوې ډیرې زورورې زلزلې ولړزو.

د اندونیزیا مالوکو په ایالت کې د ریښتر په کچه د ۷ عشاریه ۴ په شدت سره زلزله رامځته شوې ده .

د اندونیزیا  هوا پيژندنې، اقلیم پيژندنې او جیوفزیک اژانس د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې د هیواد په ختيځ کې د مالوکو ایالت په سویلي سواحلو کې د ریښتر په  ۷ عشاریه ۴ په شدت سره زلزله رامنځته شوه. زلزله په ځايي وخت په یوه بجه او ۲۵ دقیقو رامنځته شوې ده.

د زلزلې مرکز د مالوکو ایالت اړوند د سوت ویسټ مالوکو سیمې شمال لویدیځ لوري ته ۴۵ مترۍ کې سیمه ده.

د زلزلې د مرکز په  شاوخوا  کې  پراته ټاپوګان او سواحل ډیر سخت لړزیدلي دي.

د زلزلې  په نتیجه کې د رامنځته شوې مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه پورې څه ندي  ویل شوي.


پيوندونه: #زلزله , #اندونیزیا

اړوند خبرونه