په فیلیپین کې د مړو شمیره ۳۸۸ تنو ته لوړه شوه

د فیلیپین په منځنیو او سویلي برخو کې د زورور توپان له امله د مړو شمیره ۳۸۸ تنو ته لوړه شوه.

1753025
په فیلیپین کې د مړو شمیره ۳۸۸ تنو ته لوړه شوه

د فیلیپین په منځنیو او سویلي برخو کې د زورور توپان له امله د مړو شمیره ۳۸۸ تنو ته لوړه شوه.

د نوموړي هیواد د سټار ورځپاڼې د ملکي خوندیتوب د ادارې له قوله لیکلي دي چې ددې توپان له امله ۴۸۲ زره کورونو زیان لیدلی دی.

همداشان ددې توپان سره سم په سیلابونو او  مځکښویدنو په نتیجه کې په سلګونو زره کورونه نړېدلي او په سلګونو تنو ژوند دلاسه ورکړی دی.

همداشان ۶۰ تنه تر اوسه پورې لا درکه دي چې د موندولو په خاطر يي پلټنې دوام لري.

همداشان ددې توپان له امله ۳۰۰ زره تنه انسانان تخلیه شوي او په امن سیمو کې په کمپونو کې ژوند تیروي. څه باندې ۲۰۰ زره تنه نورو ښارونو ته کډه شوي دي.



اړوند خبرونه